لاهور ۔ 19 اكست (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر محمد نواز شريف او د پنجاب اعلې وزيرې مريم نواز شريف سره د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د شورو په ورځ د مخه ښې اغستو ملاقات وكړو ۔د سعودي سفير د اعلې وزيرې دفتر ته په رسېدو تود هر كلے وكړے شو ۔ د وزيراعلې دفتر وياند تر مخه د ملاقات په مهال …
نواز شريف او مريم نواز سره د سعودي موده تر سره كونكې سفير نواف بن سعيد المالكي د مخه ښې ملاقات
لاهور ۔ 19 اكست (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر محمد نواز شريف او د پنجاب اعلې وزيرې مريم نواز شريف سره د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د شورو په ورځ د مخه ښې اغستو ملاقات وكړو ۔د سعودي سفير د اعلې وزيرې دفتر ته په رسېدو تود هر كلے وكړے شو ۔ د وزيراعلې دفتر وياند تر مخه د ملاقات په مهال نواز شريف او مريم نواز شريف د پاكستان او سعودي عرب تر مينځه د ورورولۍ اړيكو ودې او استحكام لپاره د سعودي سفير د سفارتي خدمات ستائنه وكړه۔ په دې مهال د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي پاكستان كښې خپله سفارتي موده يادګاري ګرځولو سره په پاكستان او پنجاب كښې په وركړي كوربتوب د نواز شريف او اعلې وزېرې مريم نواز مننه وكړه۔ ملاقات كښې د پاكستان او سعودي عرب تر مينځه د ورورولۍ اړيكو او د شرېكې مرستې لا مضبوكولو له د عزم هم څرګندونه وشوه









