بلوچستان كښې امن ٬ پرمختګ او د اولس ښیګړې لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو تر مينځه موثر رابطې ضروري دي٬ آصف علي زرداري

  اسلام آباد۔ 19 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي  بلوچستان كښې امن ٬ پرمختګ او اولسې ښېګړې لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو تر مينځه موثر رابطې ضروري دي ۔ د شورو په ورځ  د اېوان صدر پرېس ونګ  تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي  سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې اېوان صدر كښې  ده …

 

اسلام آباد۔ 19 اګست (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي  بلوچستان كښې امن ٬ پرمختګ او اولسې ښېګړې لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو تر مينځه موثر رابطې ضروري دي ۔ د شورو په ورځ  د اېوان صدر پرېس ونګ  تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي  سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې اېوان صدر كښې  ده سره ملاقات كولو ۔  صدر مملكت ووئېل  د زمكې په لحاظ  د پاكستان تر ټولو لويه صوبه  د خاص پام لرنې او د وسائلو حقداره ده ٬  په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو د پلوچستان په پرمختګ كښې د خنډالنو راولاړولو  ټولې هڅې به په هر ډول ناكامه كولې شي ٬  هغه ورځ لرې نه ده   چې د بلوچستان نه به ترهه ګري د جرړۍ څخه وركه كرې شي ۔ په دې مهال صدر مملكت ته د بلوچستان په مجموعي صورتحال او په روانو پرمخيائې اقدامات بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې مهال د پيپلز پارټي د مېرمنو څانګې مشره فريال تالپور او د بلوچستان پخوانے وزير مير علي حسن زهري هم موجود وو

مزید خبریں