اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پاکستان كښې د ګوګل د ځائي دفتر جوړولو هركلي كولو سره ووئيل پاکستان د ډيجيټل ټرانسفارميشن عمل څخه تېرېږي، ځوانانو ته په جديد ټيکنالوجۍ وركولو د هېواد تقدير بدلولې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ګوګل د ځائي دفتر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيره …
د وزيراعظم په پاکستان كښې د ګوګل د ځائي دفتر جوړولو هركلے٬ پاکستان ډيجيټل ټرانسفارميشن عمل څخه تېرېږي، ځوانانو ته په جديد ټيکنالوجۍ وركولو د هېواد تقدير بدلولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پاکستان كښې د ګوګل د ځائي دفتر جوړولو هركلي كولو سره ووئيل پاکستان د ډيجيټل ټرانسفارميشن عمل څخه تېرېږي، ځوانانو ته په جديد ټيکنالوجۍ وركولو د هېواد تقدير بدلولې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ګوګل د ځائي دفتر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د انفارميشن ټيکنالوجۍ وفاقي وزيره شزا فاطمه، د امريکي ناظم الامور نيټلے بيکر، د ګوګل نائب صدر ولسن ايل وائټ او اعليٰ سرکاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د ګوګل د ډلې هركلي كولو سره ووئيل د ګوګل نوم په نړۍ كښې منلے او پېژندلے كېږي٬ دا د ګوګل د دلې د پاكستان وړومبۍ دوره ده٬ پاكستان كښې ګوګل لپاره بلها موقعې موجود دي، دا د يو اوږد سفر پېل دے، د ګوګل آفس جوړول د وخت ضرورت دے، ده ووئېل هيله لرو چې زمونږ همكاري به لا وده وكړي۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان د هېواد قېمتي اثاثه دي چا ته چې به جديد ټيکنالوجي وركوٶ۔ وزيراعظم د ګوګل پلاوي د پاكستان دورې هركلي كولو سره ووئيل د ګوګل ډله په داسې وخت كښې پاكستان ته راغلې ده چې كله هېواد د ډيجيټل ټرانسفارميشن عمل څخه تېرېږي، په يو شمېر حکومتي و سرکاري څانګو كښې ډيجيټل ټرانسفارميشن روان دي۔ وزيراعظم په دې موقع د ګوګل د ځائي دفتر پرانسته وكړه۔ د ګوګل نائب صدر ولسن ايل وائټ په ملاقات كولو د وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل پاکستان ته راتګ او دلته كار كول ګوګل لپاره درناوے دے۔ ده د حکومت د 30 اربه ډالرو د آئي ټي برآمدات د هدف ذکر كولو سره ووئيل دا د ګوګل وژن سره همكاري لري، د تېرو لسو كالو په مهال ګوګل په پاکستان كښې د 3.9 ټريلين روپو اکنامک ايکټويټي كړې چې پكښې 960 زره ملازمتونه رامخې ته شوي٬ دلته دفتر پرانستلو سره به د ملازمتونو موقعې راپېدا شي۔ دغسې ده وزيراعظم د ګوګل د هدفونو او مقاصدو نه هم خبر كړو۔









