اسلام آباد۔18اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي مسلمانانو په يوه زمانه كښې علم، تحقیق او په سائنسي هڅو كښې د نړۍ مشري كړې ،كوم تهذیب چې څه وخت د علمي نړۍ لارښودنه كړې هغه نن په دې لړ كښې د نورو محتاج ولې دے ، مونږ له خپل عظیم علمي روایت بيا ژوندے كول دي ۔ د …
كوم تهذیب چې د نړۍ لارښودنه كړې هغه نن د نورو محتاج ولې ، مونږ له به خپل عظیم علمي روایت ژوندے كول وي ،پروفیسر احسن اقبال
اسلام آباد۔18اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي مسلمانانو په يوه زمانه كښې علم، تحقیق او په سائنسي هڅو كښې د نړۍ مشري كړې ،كوم تهذیب چې څه وخت د علمي نړۍ لارښودنه كړې هغه نن په دې لړ كښې د نورو محتاج ولې دے ، مونږ له خپل عظیم علمي روایت بيا ژوندے كول دي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د منصوبه بندۍ، پرمختګ و خاص اقدامات وزارت كښې د میلاد النبی محفل ته خطاب كښې وكړه ۔ده ووئېل د بغداد او اندلس علمي مرکزونه، رسد ځايونه او مسلم سائنمدارو په فلکیات، طب، ریاضۍ، کیمیا او نورو علومو كښې د تحقیق نوې لارې پرانستې ، د مسلمانانو دا علمي ترقي يوازې اتفاق نه بلکې د قرآنِ کریم د هغه بنیادی بلنې سره تړلې وه چې پكښې انسان ته کائنات كښې د اللہ تعالیٰ د نښانو د مشاهدې، د عقل د استعمال او د غور و فکر کولو بيا بيا ترغیب وركړے شوے دے









