اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي سولِئيز احتجاج د هر وګړي آئيني حق دے، په دې مهال سړكونه بندول او د امن او امان صورتحال خرابولو سره مسئلې پېچلې كېږي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د بېلو غړو د نكات په ضد ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل په ځېنې چارو كښې عدالتونه مناسب …
سولئيز احتجاج د هر وګړي آئيني حق دے، په دې مهال سړكونه بندول او د امن او امان صورتحال خرابولو سره مسئلې پېچلې كېږي۔ ډاکټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي سولِئيز احتجاج د هر وګړي آئيني حق دے، په دې مهال سړكونه بندول او د امن او امان صورتحال خرابولو سره مسئلې پېچلې كېږي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د بېلو غړو د نكات په ضد ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل په ځېنې چارو كښې عدالتونه مناسب فورم دے او بايد آئيني و قانوني لاره خپله كړې شي، سوله ايز احتجاج د هر وګړي آئيني حق دے، په دې مهال سړكونه بندول او د امن او امان صورتحال خرابولو سره مسئلې پېچلې كېږي۔ ده ووئيل صوماليه كښې د تخښتولے شوو وګړو په معامله حكومت په سفارتي چېنل هم رابطې كوي٬ د مضبوطو سفارتي اړيكو په صورت رابطه كاري او د معاملو تر سره كولو كښې آسانۍ وي۔ ده باور وركړو چې حكومت به د دغه كسانو د مسئلو حل او د ځپلو كورنيو ستونزو كښې كمي لپاره خپلې هڅې روانې ساتي، ده ووئېل د حکومت او اړوند چارواكو لخوا په دې معامله په مختلف اړخونو خبرې روانې دي او د ضرورت له مخې معامله بشري حقونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته هم لېږلې كېدې شي









