تش د نامې آپریشن سندور باندې جوړه كړې هندۍ ډاکومنټري د حقائقو په ځائے په ډرامائي تشکیل، جذباتي بیانیې او د بالي ووډ   په څير په منظر کشۍ اډاڼه ده  ، آئي ایس پي آر

  پنډۍ 18 اګست(اے پي پي) د پاک  پوځ د اولسي اړيكو  څانګې (آئي ایس پي آر) وئېلي دي د معرکه حق د يو كال نه د زياتې مودې تېرېدو  باوجود  هند د زمكيزو حقائقو تسلیمولو نه انکاري دے ،  تش د نامې آپریشن سندور باندې د هند جوړه ډاکومنټري د حقائق په ځائے  په ډرامائي تشکیل، جذباتي بیانیې او د  بالي ووډ  په څير په منظرکشۍ اډاڼه لري  ، …

 

پنډۍ 18 اګست(اے پي پي) د پاک  پوځ د اولسي اړيكو  څانګې (آئي ایس پي آر) وئېلي دي د معرکه حق د يو كال نه د زياتې مودې تېرېدو  باوجود  هند د زمكيزو حقائقو تسلیمولو نه انکاري دے ،  تش د نامې آپریشن سندور باندې د هند جوړه ډاکومنټري د حقائق په ځائے  په ډرامائي تشکیل، جذباتي بیانیې او د  بالي ووډ  په څير په منظرکشۍ اډاڼه لري  ، د كوم هم هندي  پوځي كمپائن به مضبوط،  پرېكنده او  غیر متناسب ځواب وركولې شي ۔ د آئي ایس پي آر نه جاري بیان  تر مخه   تش د نامې آپریشن سندور  باندې د هند جوړه ډاکومنټري د حقائق په ځائے په ډرامائي تشکیل، جذباتي بیانیې او د  بالي ووډ  په څير په منظرکشۍ  اډنه ده  ، د ټاكلو مركو او د سینماټک ري کنسټرکشن  د لارې آپریشنل حقائق او  نتائج د خپلې خوښې تر مخه د وړاندې كولو هڅه شوې ،  ډاکومنټري كښې موجود بنیادي تضادات پخپله د هندۍ بیانیې کمزورۍ بے نقابه كوي ،  په هندۍ ډاکومنټري كښې د 16 اپریل 2025  د آرمي چیف  خطاب د 22 اپریل پهلګام پیښې سره د تړلو بے نسټه سازشي بیانیه د رامخې ته كولو هڅه شوې ۔ بیان كښې وئېلې شوي دي  تش د نامې آپریشن سندور د 82 ورځو تېرېدو نه وروستو هم هند ادعا كوي چې د پهلګام درې مبینه ذمه وار په  28 جولائي 2025 وژلې شوي، ️ كه مبینه ذمه وار په 28 جولائي وژلے شوي نو هند دې واضحه كړي چې  په 7 مئي 2025  چا ته د سزا وركولو ادعا شوې وه ؟ تش د نامې د  ’’100 فیصده مشن د کامیابۍ‘‘  هندي ادعا هم د آپریشنل ریکارډ سره مطابقت نه لري ۔ بیان  تر مخه د معرکه حق  په مهال د پاکستان وسله وال پوځ د هندي يرغل ناکامه كولو كښې د هند  8  پوځي الوتكې ووېشتلې،️ په آپریشن بنیان مرصوص كښې فتح  له پریسیژن ګائیډډ راکټس و میزائل، د پاک فضائیه پریسیژن وسله، د لانګ رینج لوئټرنګ میونیشنز او  پریسیژن آرټلري كارولې شوې، پاکستان د هندي يرغل په ځواب كښې 26  پوځي اهداف  په نخښه كړي چې پكښې  د پاکستانو وګړو په نخښه كولو او پاکستان كښې  ترهه كرۍ له د پټې پناه  د مرستې سره تړلي تنصیبات هم شامل وو ،   د هند پوځي قیادت پخپله د پاکستانو میزائل، ډرون او د فضائي فعاليتونو پشمول په لائن آف کنټرول د پرله پسې نښتو او د هند فضائي دفاعي نظام فعاله كېدو اعتراف کوي ،  د هندي مشرتابه خپل اعترافات  د پاکستان د مبينه ’’ پرېكنده ماتې‘ خوړلو ‘ د هند ادعا سره مطابقت نه لري ۔ د بیان  تر مخه  د هند ډاکومنټري پخپله تسلیموي چې جنګي کارروائۍ د دواړو هېوادونو  د ډي جي ایم اوز په رابطه او اتفاق بندې شوي  ، د امریکۍ په سهولت کارۍ شوې جنګ بندي په يو اړخيزه توګه د هند پوځي بريا نشي ګرځېدې، هند تاریخ ډي کلاسیفائي نه  بلکې د خپلې خوښې تر مخه  د مرتب کولو هِڅه كړې ده ، د کومې سینماټک منظرکشۍ چې د پیښو ترتیب، د الوتكو زيانونه، پوځي ځاني زيان  او حقیقي عسکري  کارروائۍ بدلولې نشي ۔  آئي ایس پي آر ووئېل پاکستان  ته د معرکه حق ګېر چاپېره د كومې مصنوعي بیانیې جوړولو ضرورت نشته ، آپریشنل ریکارډ، د جنګ میدانِ شواهد، سفارتي رابطې او د هند خپل بیانونه حقائق واضحه كوي، پاکستان په منطقه كښې د امن و استحکام لپاره عزم لري  او د هېواد  خود مختارۍ، سيمه اېزې سلامتيا او د قامي مفادات  دفاع لپاره وسله وال پوځ  مکمل چمتو او  صلاحیت لرونكے دے ۔

 

مزید خبریں