اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي ترهګر مكوم رنګ٬ نسل يا مذهب نه لري٬ د تشدد د لارې نظريات مسلط كول په هېڅ صورت د قبلېدو وړ نه دي، پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 90 زره قيمتي ځانونو قربانۍ وركړې دي، پاکستانے قام، پاك پوځ او ټولنه د ترهګرو او نړۍ ترمېنځه مضبوط ډھالونه …
ترهګر كوم رنګ٬ نسل يا مذهب نه لري٬ د تشدد د لارې نظريات مسلط كول په هېڅ صورت د قبلېدو وړ نه دي۔ عطاء الله تارړ
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي ترهګر مكوم رنګ٬ نسل يا مذهب نه لري٬ د تشدد د لارې نظريات مسلط كول په هېڅ صورت د قبلېدو وړ نه دي، پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 90 زره قيمتي ځانونو قربانۍ وركړې دي، پاکستانے قام، پاك پوځ او ټولنه د ترهګرو او نړۍ ترمېنځه مضبوط ډھالونه دي، رياستي ادارو، وفاقي او صوبائي حکومتونو او د اولس د مشتركه هلو ځلو د لارې د ترهګرۍ خاتمې لپاره موثر اقدامات كړې دي٬ په كال 2017 كښې د ترهګرۍ خاتمې نه وروستو په هېواد كښې سرمايه كاري پېل شوه خو وروستو د بده مرغه په پاليسۍ كښې بدلون سره د ترهګرۍ مخنيوي لپاره څلور كلنه هڅو ته زيان ورسېد٬ د پاليسيو په تسلسل كښې د سياسي ګوندونو ترمېنځه اتفاق پكار دے، د ترهګرۍ د خاتمې په هلو ځلو كښې د بيانيې كردار ډېر مهم دے٬ د معرکه حق په مهال د پهلګام پېښې نه وروستوم هند د پاکستان په ضد بې بنسټه تورونه لګولو سره د اصل جنګ نه وړاندې د بيانيې جنګ پېل كړے ٶ خو پاكستان په موثره ډول د هندي تورونو ځواب وركړ، د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پهلګام پېښې په نړيواله كچه د سپېځلو تحقيقاتو د وړاندېز څخه هند حېران شو، د پاکستان په زره پورې تشخص ګرده نړۍ كښې رامخې ته كېږي، دې څخه په سفارتي كچه لويه كاميابي ترلاسه شوې ده او پاكستان د يو باور وړ ثالث په توګه رامخې ته شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سسټين ايبل سوشل ډويلپمنټ آرګنائزيشن (ايس ايس ډي او) ترسېوري لاندې د بلوچستان، پنجاب او سندھ پارلماني غرو لپاره د ترهګرۍ مخنيوي فرېم ورك، قانون سازۍ په اړه د ذمه وارو په موضوع کيپيسټي بلډنګ ورکشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل اطلاعاتي جنګ او د بياني په ډګر دا حقيقت تر نظره ساتل ضروري دے چې تاثر د حقيقت څخه زيات طاقتور وي٬ د انفارميشن منيجرز يا نيريټو بلډرز په توګه زمونږ كار تاثر او د حقيقت ترمېنځه شته خلاء کمول دي۔ عطاء الله تارړ ووئيل په كال 2017 كښې هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمه شوې وه، په کراچۍ كښې د امن و امان صورتحال، په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ فعاليتونه، د بلوچستان په ځينې سيمو كښې د ترهګرۍ چپه او د سوئيلي پنجاب څخه مېنځني پنجاب پلو زياتېدونكې د شدت پسندۍ په څير چيلنجز له مخې ھغه وخت رياست د قامي ايکشن پلان وړآندې كولو پرېكړه وكړه چې ټولو ډلو پرې لبېك اووې۔ ده ووئيل وفاقي و صوبائي حکومتونو، پاك پوځ او نورو ادارو په ګډه د ترهګرۍ په ضد د ګډې هڅې وكړې چې په نتيجه كښې يې د ترهګرۍ تر ډېره حده خاتمه ممكن شوه،د ترهګرۍ په ضد دې كاميابو هلو ځلو كښې موثره بيانيې هم ډېر مهم كردار لوبولے۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په پي ايم اے کاکول كښې د وېنا په مهال د پهلګام په پېښه په نړيواله كچه د سپېځلو تحقيقاتو وړاندېز كړے ؤ چې هند پرې حېران شو٬ ھغوي سره كوم موثره ځواب نه ؤ ٬ د دغې نه پس تر څو ورځو د بيانې جنګ روان ٶ او ما د اطلاعات وزير په حېث د نړيوالې ميډيا بېلو ادارو چې پكښې سي اين اين ، بي بي سي، اسکائي نيوز، سي اين بي سي، الجزيره او العربيه شامل دي د پاكستان موقف وړاندې كړو۔ ده ووئيل د نړيوالې ميډيا په وړاندې پوښتنه وكړې شوه چې يو قام چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د 90 زره قېمتي زيانونو قربانۍ وركړي دي ھغوي د ترهګرۍ مرسته څنګه كولې شي؟ ده ووئيل په دې شهيدانو كښې د پاك پوځ ځوانان٬ او افسران٬ پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكار، سياستمدار، عام وګړي، انجينئرز، ډاکټرز او ماشومان شامل دي او د اے پي اېس په پېښه كښې زمونږ بې ګناه ماشومانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې خپله وېنه وركړې ۔ وفاقي وزير ووئيل يو خوا پاكستان يو داسې قام دے چې هرې طبقې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركړي او بلخوا هند دے څوك چې د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې د اقليتونو په وژنه كښې ككړ دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ د زياتدېو په دور كښې د پاکستان په هر دوېم كور كښې د قربانۍ يو لازواله داستان موجود ٶ، د دغې باجود هند په پاكستان د پولې پورې غاړه د ترهګرۍ تورونه لګول ٬ پاكستان پخپله د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي چې پكښې يې ډېر لوي زيان پورته كړے۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د هند لخوا اقليتونه په نخښه كولو پېښې د نړۍ په وړاندې دي٬ په كاناډا كښې د سكھ وګړي په وژنه كښې هم د هند د لاس لرلے كېدو شواهد رامخې ته شوي٬ده ووئيل كله چې دا شواهد او حقاېق نړيوالې ميډيا ته وړاندې كړے شول نو هند سره د دې كوم موثر ځواب نه ؤ ۔ ده ووئيل د بلوچستان په حواله د هندۍ ميډيا او د ځېنې تجزيه كارو د بيانيې كه جاج واخستلے شي نو د هند لخوا دا صوبه پرله پسې د هدف ګرځونه په واضحه توګه تر نظره كېږي ۔ ده ووئيل د کلبھوشن ياديو بلوچستان څخه ګرفتاري د دې خبرې واضحه ثبوت دے چې هند په پاكستان كښې د ترهګرۍ او ناامنۍ د هلو ځلو سرپرستي كوي ۔ د اكلاعات وزير عطاء الله تارړ ووئيل د ترهګرۍ په ضد د پاکستان بيانيه مرکزي حيثيت لري٬ كه د پاكستان قام او پاك پوځ د ترهګرۍ په جنګ جنګ نه ؤ كړے نو دا ترهګر به د نړۍ تر بېلو هېوادونو رسېدلې وو ٬ د پاکستان قام، پاك پوځ او ټولنه د ترهګرو او نړۍ ترمېنځه مضبوط ډھال دے، دې لپاره كله چې يو پاكستانے د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيد كېږي نو ھغه يوازې د خپل هېواد او خپل مقصد لپاره قرباني نه وركوي بلكې د نړۍ خوندي او سوله ايزې جوړوولو لپاره هم قرباني وركوي۔ ده ووئيل د بيانيې په ډګر د ترهګرۍ مخنيوي په حواله پاكستان يو موثره جنګ كړے چې پكښې لوي څښتن لويه كاميابي راكړې٬ په نړيواله كچه د پاکستان موقف مضبوط شوے او نړۍ د پاكستان بيانيه تسليم كړې ده ۔ ده ووئيل په دې كاميابۍ كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت، آئي ايس پي آر او پاکستان ميډيا مهم كردار لوبولے۔ وفاقي وزير ووئيل د معركه حق په مهال د هندۍ ميډيا لخوا د لاهور او ملتان د بندرځايونو د تباهۍ پشمول يو شمېر بې بنسټه ادعاګانې وشوې خو د پاكستان ميډيا د ذمه وارانه صحافت په څرګندونه حقائق رامخې ته كړل۔ عطاء الله تارړ ووئيل په كال 2017 كښې هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمه شوې وه، په کراچۍ كښې د امن و امان صورتحال، په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ هلې ځلې، د بلوچستان په ځينې سيمو كښې د ترهګرۍ چپه او د سوئيلي پنجاب څخه مېنځني پنجاب پلو زياتېدونكې د شدت پسندۍ په څير چيلنجز له مخې ھغه وخت رياست د قامي ايکشن پلان وړآندې كولو پرېكړه وكړه چې ټولو ډلو پرې لبېك اووې۔ ده ووئيل وفاقي و صوبائي حکومتونو، پاك پوځ او نورو ادارو په ګډه د ترهګرۍ په ضد شرېكې هڅې وكړې چې په نتيجه كښې يې ترهګري تر ډېره حده ختمه شوه،د ترهګرۍ په ضد دې كاميابو هلو ځلو كښې موثره بيانيې هم ډېر مهم كردار لوبولے۔ وفاقي وزير ووئيل د لزي څښتن شکر دے چې د تېرو دوه نيمو دريو كالو په مهال د قامي اېكشن پلان له مخې په يو شمېر ايرياز كښې ځانګړے ښه والے راغلے ٬ ترهګر اوس د سختو هدفونو په ځائے نسبتاً سافټ ټارګټس پلو مخه كوي۔ ده ووئيل د جعفر ايکسپريس په طرز پېښه وړاندې كله نه وه رامخې ته شوې ٬ زمونږ امنيتي اېجنسو په وظيفائي مهارت سره ريسکيو آپريشن مکمل کرے۔۔ ده ووئيل د اطلاعات په څانګه كښې قوانين موجود دي او د سائبر کرائمز مخنيوي لپاره د ايف آئي اے له مخې جوړ كړے ونګ اوس په نيشنل سائبر کرائم انويسټي ګيشن ايجنسۍ بدل شوے۔ ده ووئيل په ډيجيټل پليټ فارمز د هر كس لخوا يو پوسټ د كوم بل كس ژوند په خطر كښې اچولې شي او د ترهګرۍ مخنيوي، د مېرمنو ځورونې، ماشومانو سره د بدسلوكۍ پحقله هم سنګينې مسئلې رامخئ ته دي۔ وفاقي وزير پوښتنه وكړه چې د ماه رنګ بلوچ د پرلت او اسلام آباد ته د راتګ پشمول نورو هلو ځلو لپاره مالي وسائل د كوم ځائے نه راځي او د دې هلو ځلو مالي معاونت څوك كوي؟ وفاقي وزير ووئيل د ترهګرۍ او د رياست په ضد هلو ځلو كښې د بهرني لاس شواهد موجود دي، عطاء الله تارړ ووئيل د حکومت په قواعدو كښې د بدلون د لارې په جديد ډول سم نوے ډيجيټل کميونيکيشن ډيپارټمنټ جوړ كړے شوے چې مقصد ېې په ډيجيټل څانګه كښې ابلاغ، ميډيا مانيټرنګ او قامي بيانيه موثره جوړولو لپاره جديد ټيکنالوجۍ څخه استفاده کول دي۔ ده ووئيل په پاک چائنه فرينډ شپ سينټر كښې جوړ جديد ډيجيټل سيټ اپ په معرکه حق كښې هم موثره كردار لوبولے ۔ ده ووئيل په دې مرکز كښې د مصنوعي ځېركتيا په بنياد ميډيا مانيټرنګ نظام موجود دے چې د لارې ئې په اليکټرانک ميډيا خپرېدونكو مهمو خبرونو او د پام وړ چارو ته پام كېږي٬ په مصنوعي حېركتيا د سپيچ ټو ټيکسټ ټيکنالوجۍ د لارې په اليکټرانک ميډيا د ېحث لاندې مهم موضوعات په اتومېتك انداز كښې په تحريري شكل منتقل كېږي چې ورسره د ميډيا رجحانات او د مهمو معامو په وخت رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه كېږي۔ د اطلاعات وزير عطاء الله تارړ ووئيل د راتلونكو دوه دوه نيمو كال په مهال به ډيجيټل څانګه كښې د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته كولو ، بين الصوبائي رابطه، همكاري او مرستې ته ودې وركولو لپاره نور اقدامات كولې شي دغسې چې نړۍ ته د ګرد هېواد (پاکستان) مثبت او جامع تشخص ورمخې ته كړے شي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل ترهګر كوم رنګ٬ نسل يا مذهب نه لري٬ د تشدد د لارې نظريات مسلط كول په هېڅ صورت د قبلېدو وړ نه دي، پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 90 زره قيمتي ځانونو قربانۍ وركړې دي، د پاکستان قام، پاك پوځ او ټولنه د ترهګرو او نړۍ ترمېنځه مضبوط ډھال دے، رياستي ادارو، وفاقي او صوبائي حکومتونو او اولس د مشتركه هلو ځلو د لارې د ترهګرۍ خاتمې لپاره موثره اقدامات كړې دي۔ ده ووئيل داسې يو شمېر مثالونه موجو دي چې راتلونكو حكومتونو د سياسي اختلافات باوجود د پخواني حکومت ښه منصوبې د ختمولو په ځاے دا روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل په ماضي كښې چې كله د سياسي مشرانو لويه شميره په زندان كښې وه او د اپوزيشن د سر كسان پخپله موجود نه وٶ٬ ھغه وخت هم شهباز شريف د اپوزيشن ليډر په توګه قامي مفادات له د ميثاق معيشت تجويز وركړے ٶ۔ ده ووئيل آخر دا چې هېواد له به په داسې پاليسو اتفاق پېدا كول وي كوم چې د حکومتونو بدلېدو څَخه متاثره نه شي٬ وفاقي وزير ووئيل لكه څنګه چې په 2017ء كښې په كراچۍ كښې د ترهګرۍ خاتمه او د امن او امان په صورتحال كښې ځانګړې بهتري راوستلې شوې وه دغسې د كراچۍ پرمختګ لپاره به هم ټولو سياسي قواؤ له په ګډه كار كول وي۔









