د افغان طالبان رجیم ناوړه اقتدار خلاف په نړيواله كچه د احتجاج نوې چپه ، په 24 ښارونو كښې لاريونونه او مظاهرې

  اسلام آباد۔18اګست  (اے پي پي )د افغان طالبانو د حكومت تر لاسه كولو  په 5 كاله بشپړېدو  کاناډا،  المان، نیدرلینډز پشمول د بېلا بېلو ھېوادونو  په  24  ښارونو كښې احتجاجي مظاهرې او  لاريونونه وشول ۔ تفصیلات تر مخه د المان په مختلف ښارونو بون، میونخ، اسټټ ګارټ، هیمبرګ، برلن، کیل، فرینکفرټ، کولون او  ډسلډورف كښې احتجاجي مظاهرې وشوې ۔ د سوئټزرلینډ، نیدرلینډز، فن لینډ، ناروے، آسټریا، سویډن، سپین، پاکستان، …

 

اسلام آباد۔18اګست  (اے پي پي )د افغان طالبانو د حكومت تر لاسه كولو  په 5 كاله بشپړېدو  کاناډا،  المان، نیدرلینډز پشمول د بېلا بېلو ھېوادونو  په  24  ښارونو كښې احتجاجي مظاهرې او  لاريونونه وشول ۔ تفصیلات تر مخه د المان په مختلف ښارونو بون، میونخ، اسټټ ګارټ، هیمبرګ، برلن، کیل، فرینکفرټ، کولون او  ډسلډورف كښې احتجاجي مظاهرې وشوې ۔ د سوئټزرلینډ، نیدرلینډز، فن لینډ، ناروے، آسټریا، سویډن، سپین، پاکستان، کاناډا او   امریکا كښې هم افغانانو احتجاجي مظاهرې وكړې ۔ په ګنو ښارونو كښې افغان وګړي لارو ته راوتل ، د طالبانو  خلاف يې چغې سورې اوهلې او د  احتجاجي کیمپ لګولو سره  يې د  پټیشن كمپائن او د  لوږې هړتال مظاهره هم وكړه ۔ د افغان میډیا تر مخه  په احتجاجي مظاهرو كښې افغانانو د  طالبان رجیم  سره اړېكې معمول  ته د راوستو مخالفت سره د مېرمنو د حقونو د تحفظ غوښتنه وكړه۔د کاناډا په ټورنټو ښار کوئینز پارک كښې افغان كډوالو  لويه احتجاجي مظاهرہ وكړه او  د  طالبانو خلاف يې سختې نعرې اووهلې ۔مظاهرچيانو  د صنفي امتیاز خاتمې، د اظهار و صحافت آزادۍ  تحفظ له او د بشري حقونو په خلاف ورزو طالبان رجیم  جواب وركونكے د ګرځولو غوښتنه وكړه۔د افغان میډیا تر مخه  ایمسټرډیم كښې  مظاهرچيانو د نیدرلینډز او اروپائي ائتلاف  څخه د طالبانو نه تسلیمولو او  د افغانانو مېرمنو حقونو ته د پام   لرنې  غوښتنه وكړه ۔د افغان میډیا  تر مخه  جنیوا كښې هم د ملګرو ملتونو دفتر  په وړاندې افغانانو لاريون وكړو  او د طالبانو رجیم خلاف يې سختې چغې سورې اووهلې ۔ د المان په  ښارونو اسټټګارټ او  هیمبرګ كښې هم  مطاهرچيانو د  ’’ډوډۍ، کار، آزادۍ‘‘  نعرې اووهلې  او د نړيوالې ورورولۍ پشمول  يې د المان حكومت نه د طالبانو رجیم جواب وركونكي ګرځولو غوښتنه وكړه  ۔د پوهانو تر مخه  په ګرده نړۍ كښې د  طالب رجیم خلاف زياتېدونكے احتجاج او  مظاهرې د دې امر واضحه اشارہ ده چې په نړيواله  كچه  طالبانو ته دې قبولیت یا كوم هم نارملائزیشن  تر لاسه نه وي  ۔ د افغانستان نه بهر د زياتېدونكې احتجاجې چپه  او  د هېواد دننه د مزاحمتي پاسونونه ٬   په بيړه د طالبان رجیم  خلاف  اولسي غبرګون  زياتېدل په سباون كښې د هغوي د خاتمې لاره  د هوارېدو علامات دي ۔

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں