اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي په اوسني دور كښې په درګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان(ډريپ)كښې چې كوم اصلاحات شوي دي د دې پخوا مثال نه موندلے كيږي٬د انفلوائنزا ويكسين د كمي ګيله به اړوند وزارتونو سره پورته كولې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ډاكټر شرميلا فاروقي د اعتراض په نكته چې هېواد كښې د …
په اوسني دور كښې په ډريپ كښې چې كوم اصلاحات شوي د دې پخوا مثال نه موندلے كيږي۔د پارليماني چارو وفاقي وزير
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي په اوسني دور كښې په درګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان(ډريپ)كښې چې كوم اصلاحات شوي دي د دې پخوا مثال نه موندلے كيږي٬د انفلوائنزا ويكسين د كمي ګيله به اړوند وزارتونو سره پورته كولې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ډاكټر شرميلا فاروقي د اعتراض په نكته چې هېواد كښې د انفلوئنزا ويكسين كمے دے په اړه ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل دا مهمه مسئله ده٬د دې تفصيلات دې وركړے شي٬د قانون وزارت او د روغتيا وزارت نوټس كښې به راوستلې شي۔ده ووئيل په موجوده دور حكومت كښې ډريپ كښې تاريخي اصلاحات شوي دي ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ډاكټر شرميلا فاروقي ته هدايت وكړو چې هغه تفصيل په تحريري توګه رامخې ته كړي چې د اړوند وزيرانو په نوټس كښې راوستلے شي۔









