اسلام آباد كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره دوه نوې بندونه به راتلونكو 4 كلونو كښې بشپړ كړے شي۔د كورنيو چارو وزيرمملكت

  اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي  اسلام آباد كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره به دوه نوې بندونه په راتلونكو 4 كلونو كښې بشپړ كړې شي٬زاړه پائپ لائن به بدلولې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د تمكين اختر نيازي او نورو اسلام آباد كښې د اوبو  زيات شوي قلت٬د اوبو پاكولو او بيا استعمال جوړولو پلانټس لګولو …

 

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي  اسلام آباد كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره به دوه نوې بندونه په راتلونكو 4 كلونو كښې بشپړ كړې شي٬زاړه پائپ لائن به بدلولې شي۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د تمكين اختر نيازي او نورو اسلام آباد كښې د اوبو  زيات شوي قلت٬د اوبو پاكولو او بيا استعمال جوړولو پلانټس لګولو ضرورت په اړه د پام راګرځولو په نوټس د كورنيو چارو وزير مملكت ووئېل اسلام يباد كښې   240 ملين ګيلن اوبه هر ورځ استعمالېږي  او 80 ملين ګيلنه شتون لري  ٬ دا ضرورت ترسره كولو كولو لپاره د واپډا د لارې شادره بند او د دو تارا بند جوړولو فزيبلټي سټډي روانه ده ٬دا به د دريو نه تر څلورو كلونو كښې جوړ شي او  د راتلونكو د 30 نه تر 40 كلونو ضرورت به پوره كړے شي۔

مزید خبریں