اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي حکومت د فاټا او پاټا د اولس مخصوص مسئلو او د ضرورتونو نه خبر دے٬ د دوي خېرښګرې ته وړومبۍ پاك لرنه كوو ، د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائيلو او د امنيتي ځواكونو قربانيو ته حكومت په درنه سترګه ګوري ۔ د نهې په ورځ د سينېټ په غونډه كښې …
حکومت د فاټا او پاټا د اولس مخصوص مسئلو او د ضرورتونو نه خبر دے٬ د دوي خېرښګرې ته وړومبۍ پاك لرنه كوو ۔ بلال اظهر کياني
اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي حکومت د فاټا او پاټا د اولس مخصوص مسئلو او د ضرورتونو نه خبر دے٬ د دوي خېرښګرې ته وړومبۍ پاك لرنه كوو ، د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائيلو او د امنيتي ځواكونو قربانيو ته حكومت په درنه سترګه ګوري ۔ د نهې په ورځ د سينېټ په غونډه كښې د سينيټر عطا الرحمٰن د پام راګرځونې د نوټس په ځواب ده ووئيل په پخوانۍ فاټا او پاټا سيمو كښې د سيلز ټيکس په حواله د تېر يو كال په مهال د ډېر سياسي مشاورت نه وروستو پرېكړې شوې وه چې مقصد ېې د ټيکس په نظام كښې توازن برقرار ساتل او د ټيکس استثنيٰ د ناسم استعمال لاره نيول وو۔ ده ووئيل تېرل كال فاټا او د پاټا په سيمو كښې د لس فيصده سيلز ټيکس لګولو پرېكړې شوې وه كومه چې سږ كال 12 فيصد كړې شوې ، د دې باوجود دا شرح د هېواد نورو سيمو كښې د نافذ 18 فيصد سيلز ټيکس څخه لږه او ترجيحي شرح ده۔ ده ووئيل دې پرېكړې نه وړاندې فاټا، پاټا او د خېبر پښتونخوا استازو، اړوند سياسي مشرانو او د اېف بي آر چارواكو ترمېنځه تفصيلي مشاورت شوے ٶ او د دغې عمل قيادت ھغه وخت رانا ثناء الله او امير مقام كولو چې پكښې اړوند چارواكي هم په مشاورت كښې شريك ٶ۔









