بايد د ټولو  بنديوانو لپاره يو قانون وي،د پي ټي آئي باني له د خصوصي آآسانيو وركولو غوښتنه د قانون خلاف ده۔ سينيټر اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 17 اګست  (اے پي پي) د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي بايد د ټولو بنديوانو لپاره يو قانون وي،د پي ټي آئي باني له د خصوصي آسانيو وركولو غوښتنه د قانون په ضد ده،څوك هم د قانون څخه بالا نه وي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سينيټر اعظم سواتي د اړخه په پورته شوي …

 

اسلام آباد 17 اګست  (اے پي پي) د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي بايد د ټولو بنديوانو لپاره يو قانون وي،د پي ټي آئي باني له د خصوصي آسانيو وركولو غوښتنه د قانون په ضد ده،څوك هم د قانون څخه بالا نه وي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سينيټر اعظم سواتي د اړخه په پورته شوي نكته  ده ووئيل بايد هېواد كښې ټولي چاري د قانون او ضابطی ترمخه وي،كوم يو کس لپاره جلا قانون نه شي جوړيدے۔اعظم نذير تارړ ووئيل دا وئيل چې د زندان دروازه ماتولو سره څوك رابهر شوې وو، نو مونږ به ههم راهبر شو،د  قانون له مخې نه ده،مونږ پخپله قانون ساز ادارے كښې ناست يو او دا قوانين هم دې پارليمان او د ې څخه وړاندې راغلي پارلمانونو جوړ كړي۔ده ووئيل د نړۍ ټول هېوادونه د قانون او ضابطے له مخې چليږي،زندان كښې د ملاقانونو په اړه هم قواعد شته،د پي ټي آئي باني د ملاقاتونو معامله سپريم کورټ او اسلام آباد هائي کورټ كښې زيرِ سماعت ده۔وفاقي وزير ووئيل سپريم کورټ كښې په دې معاملے اوپن کورټ سماعت هم شوے ، چرته چې عدالت په اړوندو چارو پوښتنه كړې وه۔ده ووئيل د پي ټي آئي باني وکيل سلمان صفدر د فرينډ آف دي کورټ په حيث هم رپورټ وړاندې كړې وو كوم چې د عدالتي ريکارډ برخه ده

مزید خبریں