اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) تر سیوری لاندی د آزادۍ ورځ په مناسب سره خاص دستوره وشوه چې پكښې ملازمينو د ملي جوش و ولولی څرګندونی سره خوارۍ، ايماندارۍ او د وظيفائي جذبې تر مخه د فرائضو ترسره كولو پلو پام ګرځولو له د خپل عزم پخلے وكړو ، منيجنګ ډائريکټر (اېم ډي) سبين …
د “اے پي پي” تر سیوری لاندی د آزادۍ ورځ په مناسبت سره خاص دستوره٬لنډ مهاله ايم ډي سبين عثمان خټک د اے پي پي لا مضبوطولو او موثره قامي اداری جوړولو لپاره د وظيفائي جذبې او د اجتماعي هلو ځلو په ضرورت زور راوړٶ
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) تر سیوری لاندی د آزادۍ ورځ په مناسب سره خاص دستوره وشوه چې پكښې ملازمينو د ملي جوش و ولولی څرګندونی سره خوارۍ، ايماندارۍ او د وظيفائي جذبې تر مخه د فرائضو ترسره كولو پلو پام ګرځولو له د خپل عزم پخلے وكړو ،

منيجنګ ډائريکټر (اېم ډي) سبين عثمان خټک “اے پي پي” لا مضبوطولو او موثره قامي اداری جوړولو لپاره د وظيفائي جذبې او د اجتماعي هلو ځلو په ضرورت زور راوړو۔ د ګل په ورځ انفارميشن سروس اکيډمي كښې د آزادۍ ورځ دستورې ته خپلې وېنا كښې لنډ مهاله ايم ډي سبين عثمان خټک ووئيل د آزادۍ ورځ مونږ ته د پاكستان جوړېدو لپاره د وركړېے شوو عظيمو قربانيو يادګیرنه كوي او دا تقاضا لري چې هر وګړې دې په اخلاص، مینه او د خپلو وظيفائي صلاحيتونو په كارولو سره د هېواد پرمختګ كښې كردار ولوبوي۔ دې ووئيل آزادي يوازې د جشن لمانځلو نوم نه دے بلكې خپلو اړوند ادارو كښې د هېواد خدمت په ديانت دارۍ، وحدت او عزم سره د تر سره كولو ذمه واري هم ده۔ سبين عثمان خټک ووئيل د قامي خبر رسنې ادارې په حېث د اے پي پي ذمه واري ده چې اولس ته درست، په وخت او د باور وړ خبرونه ورسوي او د ناسمه اطلاعاتو او د ګمراه كوٶنكو معلوماتو د خپرېدو مخ نیوی كښې موثر كردار ادا کړی. لنډمهاله اېم ډي ” اے پي پي” د ملازمينو خېرښګرې لپاره د شوو اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل بورډ آف ډائريکټرز بخپلو اوسنيو غونډو كښې د نتخواګانو او مراعات په مجموعي توګه 112 فيصد اضافه منظور كړې ده۔ دې ووئيل د معذورۍ الاٶنس په زياتولو د لس زره روپو كولو هم منظوري وركړې شوې او د اطلاعات او خپرونو وزارت او د خزانې وزارت په مرسته اقدامات لپاره هڅې روانی دي۔ سبين عثمان خټك ووئيل “اے پي پي” د يوې كورنۍ په څېر ده، دې لپاره ملازمينو له د يو بل احترام٬ د خپلو ملګرو معاونت او په اجتماعي توګه د مخ په وړاندې تګ عزم كول پكار دے۔ دې اقليتي ملازمينو ته د یو برابر موقعو وركولو لپاره د ادارې د عزم پخلې كولو سره ووئيل په “اے پي پي” كښې د اقليتي ورورولۍ مذهبي تهوارونه هم په رسمي توګه مانځلې كېږي چې پكښې کرسمس هم شامل دے۔ د دستورې په مهال د اطلاعات او خپرونو وزارت سيکرټري اشفاق احمد خليل، پرنسپل انفارميشن آفيسر رئيسه عادل او لنډ مهاله ايم ډي سبين عثمان خټک د آزادۍ ورځ په حواله وېډيو پېغام هم وښولې شو۔ په دستوره كښې نعمان عادل، ناهيد تاج او عبدالرحمان ملي نغمی او قاسم ملك نعت رسول مقبولۖ وړاندې كړو۔

په بیلا بیلو سيمه ايزو ژبو كښې هم د آزادۍ پېغامونه وړاندې كړے شول چې پكښې د اردو ډائرېكټر کاشف رضوي٬سندهي ډائرېكټر شوکت چانډيو، ثمينه چوهدري په پنجابۍ، فرحت الله خټک ۔

او ډاکټر واحد الله ايوب په پښتو، رخشنده تاج په بلوچۍ او ډاکټر سعديه کمال په سرائيکۍ كښې د ازادۍ ورځ په حواله د خپلو جذباتو څرګندونه وكړه٬ د دستورې نظامت شمائله نورين او صنم جونيجو ترسره كړو۔ په دستوره كښې ډائريکټر نيوز شمائله عندليب، ډائريکټر نيوز اردو سروس عبدالجبار ذکريا، ډائريکټر ويډيو نيوز رب نواز باجوه، انفارميشن افسران عدنان اکرم باجوه او فارينه مغل پشمول د اے پي پي ملازمينو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د ستورې په پائې كښې لنډ مهاله منيجنګ ډائريکټر سبين عثمان خټک د “اے پي پي” بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ملازمانو سره په ګډه د آزادۍ ورځ كېك پرې كړو









