كراچۍ 17 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د ټرانسپورټرز سره شوي لوظونه به په هر حال كښې ترسره كولې شي او د موټروے پوليس د اړخه يو هم ناجائز چالان به ورنه کړی شي ۔د دې خيالاتو څركندونه ده كراچۍ كښې د ګډز ټرانسپورټرز د اړخه د خبرو اترو په كاميابۍ پخپل درناوي كښې وركړې د هر کلی دستوری ته وينا كښې …
د ټرانسپورټرز سره شوي لوظونه به په هر حال كښې ترسره كولې شي۔د مواصلاتووفاقي وزير
كراچۍ 17 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي د ټرانسپورټرز سره شوي لوظونه به په هر حال كښې ترسره كولې شي او د موټروے پوليس د اړخه يو هم ناجائز چالان به ورنه کړی شي ۔د دې خيالاتو څركندونه ده كراچۍ كښې د ګډز ټرانسپورټرز د اړخه د خبرو اترو په كاميابۍ پخپل درناوي كښې وركړې د هر کلی دستوری ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير د ټرانسپورټرز كيمپ ته په رسيدو د هغه تود هركلے وشو،ګډون كوونكو د هغه په حق كښې نعری اووهلی او په هغه یي ګلونه وشیندل۔په دې موقع د ګډز ټرانسپورټرز اتحاد صدر ملك شهزاد اعوان وفاقي وزير له روايتي سندھي اجرك هم ورپغاړه كړو۔دستوري ته وينا كښې عبدالعليم خان ووئيل ټرانسپورټرز دې د ايكسل لوډ پاليسۍ خلاف ورزي نه كوي ځكه چې دا د هغوي په ګټه كښې دے۔ مقرره حد څخه زيات وزن اچولو سره د ګاړو او سړكونو دواړژ زيان كيږي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د هېواد او قام په ګټه ښه پريكړي كول او په هغې به عملدرآمد باوري كول وي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم زه د دې كمېټۍ چيئرمېن جوړولو سره ما ته خاص ټاسك راكړې ؤ كوم كښې چې بريالي شو۔ده تر 9 ورځي پرله پسې په خبرو اترو د ټرانسپورټرز اتحاد قيادت ستائينه كولو سره ووئيل ټرانسپورټرز د هېواد معيشت لپاره لوئ اهميت لري او د هغوي مرسته د هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده۔









