اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د سپيشل انويسټمنټ فيسيلي ټيشن کونسل (ايس آئي ايف سي) سهولت کارۍ څخه د پاکستان او چين ترمېنځه د سپورټس پیزار په څانګه كښې د صنعتي مرستې لوظنامه شوې چې پكښې د پاکستان مينوفيکچرنګ صلاحيت، د چين سرمايه کاري او د جديد ټيکنالوجۍ امتزاج سره د برآمدات د ودې نوې لارې رامخې ته كېدو هیله ده۔ په لوظنانه د پاکستان د نوموړې …
د ايس آئي ايف سي په سهولت کارۍ د پاك چين د سپورټس فټ ويئر د صنعتي مرستې لوظنامه٬ برامدات ته د ودې وركولو امكان
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د سپيشل انويسټمنټ فيسيلي ټيشن کونسل (ايس آئي ايف سي) سهولت کارۍ څخه د پاکستان او چين ترمېنځه د سپورټس پیزار په څانګه كښې د صنعتي مرستې لوظنامه شوې چې پكښې د پاکستان مينوفيکچرنګ صلاحيت، د چين سرمايه کاري او د جديد ټيکنالوجۍ امتزاج سره د برآمدات د ودې نوې لارې رامخې ته كېدو هیله ده۔ په لوظنانه د پاکستان د نوموړې سپورټس فټ ويئر کمپني فارورډ سپورټس او د چين د ژونګ زي هواشين ګروپ ترمېنځه لاسليك شوے چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو صنعتي مهارت، پيداواري صلاحيت او د سرمايه کارۍ تجربې يو كولو سره په پاکستان كښې د سپورټس پیزار صنعت ته لا پراختيا وركول دي۔ د دې مرستې په نتيجه كښې به په پاکستان كښې د جديد ټيکنالوجۍ منتقلي، پيداواري صلاحيت كښې اضافه او د روزګار نوې موقعې رامخې ته كېدو توقع ده دغسې د پاكستان د سپورټس مصنوعاتو تر نړيوال ماركيټ رسنه به هم لا بهتر شي۔









