پاکستان به ترکيه او سعودي عرب سره په ګډه د منطقې دفاع او سلامتيا باوري كولو كښې ګټور كردار لوبوي۔ محمد شهباز شريف

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مکه مکرمه مشترکه دفاعي تړون په اړه د صدر ډونلډ ټرمپ د ملاتړ ستائنی كولو سره ووئيل  پاکستان به ترکيه او سعودي عرب سره په ګډه د منطقې دفاع او سلامتيا باوري كولو كښې ګټور كردار لوبوي۔ د ګل په ورځ خپل "اېکس" پېغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل زه د صدر ټرمپ لخوا د مکه مکرمه …

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مکه مکرمه مشترکه دفاعي تړون په اړه د صدر ډونلډ ټرمپ د ملاتړ ستائنی كولو سره ووئيل  پاکستان به ترکيه او سعودي عرب سره په ګډه د منطقې دفاع او سلامتيا باوري كولو كښې ګټور كردار لوبوي۔ د ګل په ورځ خپل “اېکس” پېغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل زه د صدر ټرمپ لخوا د مکه مکرمه په مشترکه دفاعي تړون د لاسليك په ملاتړ او ډاډګيرنه مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان به سعودي عرب او جمهوريه ترکيه سره په ګډه د منطقې دفاع او سلامتيا باوري كولو كښې ګټور كردار لوبوي۔ ده ووئيل چې زه يو ځل بيا د صدر ټرمپ جرأت مندانه او پرېكنده قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې په سوئيلي آسياء كښې د اتومي تباهي لاره نيولو او د لكهونو په شمېر د انساني ژوند په ساتلو كښې مرسته كړې٬ تل پاتې امن زمونږ د قامونو روښانه او سوكاله سباٶن لپاره تر ټولو اهم بنيادي شرط دے۔ د يادونې وړ ده چې صدر ټرمپ په سوشل ميډيا خپل جاري بيان كښې وئيلي ٶ چې زه ډېر خوشحاله يم چې سعودي عرب، ترکيه او پاکستان د “مکه مکرمه په مشترکه دفاعي تړون” لاسليك كړې دے۔ده دا ډېر لوے، جرأت مندانه او وړومبې اهم قدم ګرځولو سره وئيلي ٶ چې د دې لوظنامې نه څرګندېېږي چې د مېنځني ختيز هېوادونو څنګه يو بل ته نزدې كېږي او څنګه ھغوي خپل دفاع زياته ښه طريقې سره د كولو جوګه كېږي٬ صدر ټرمپ په دې لوظنامه ترکيه، سعودي عرب او د پاکستان قيادت له مباركي وركړې وه۔

مزید خبریں