اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په ختيز انډونيزيا كښې فلوريس جزيرے سره نزدې راغلې زلزلے په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني او نور مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې د خالي په ورځ د سماجي رابطه په پليټ فارم ايکس جاري شوې بيان كښې صدرِ مملکت د پاکستان اولس د اړخه د زلزلے په نتيجه …
صدرِ مملکت آصف علي زرداري ختيز انډونيزيا كښې د زلزلے په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په ختيز انډونيزيا كښې فلوريس جزيرے سره نزدې راغلې زلزلے په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني او نور مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ له مخې د خالي په ورځ د سماجي رابطه په پليټ فارم ايکس جاري شوې بيان كښې صدرِ مملکت د پاکستان اولس د اړخه د زلزلے په نتيجه په حق رسيدلو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او په دې سخت وخت كښې ئې د انډونيزيا حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پاکستان هر ممکن مرستي له چمتو دے۔ صدرِ مملکت د زلزلے په نتيجه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔










