اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د نړيوال بينك په مرسته د سرمايه كارۍ او اداره جاتي معاونت منصوبی ترمخه د صوبی ضم شوو سيمو كښې د ځائي ادارو قوي كولو او اولسي خدمات ښه كولو لپاره د 17 اربه 55 كروړه روپو (6 كروړه 50 لاكهه ډالره) سرمايه كارۍ منصوبه لري۔ويلتھ پاكستان ته ترلاسه شوي سركاري دستاويزات له مخې د ضم شوو سيمو …
د خېبر پښتونخوا ضم شوو سيمو كښې ځائي حکومتی نظام قوي كولو لپاره د 17.55 اربه روپو منصوبه

مزید خبریں
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د نړيوال بينك په مرسته د سرمايه كارۍ او اداره جاتي معاونت منصوبی ترمخه د صوبی ضم شوو سيمو كښې د ځائي ادارو قوي كولو او اولسي خدمات ښه كولو لپاره د 17 اربه 55 كروړه روپو (6 كروړه 50 لاكهه ډالره) سرمايه كارۍ منصوبه لري۔ويلتھ پاكستان ته ترلاسه شوي سركاري دستاويزات له مخې د ضم شوو سيمو اداره جاتي پرمختګ اقدام د خېبر پښتونخوا رورل انويسټمنټ اينډ انسټي ټيوشنل سپورټ پراجيكټ په 5 برخو كښې يو دے۔دا منصوبه د خېبر پښتونخوا ټولو نوو ضم شوو ضلعو او فرنټيئر ريجنز احاطه كوي او په دې كښې د بنيادي ډھانچے پرمختګ، اداره جاتي استعداد ښه والې، سېلاب مخنيوي، د منصوبے انتظام او هنګامي ردعمل په اړه اقدامات شامل دي۔اداره جاتي پرمختګ لپاره بيل شوي 17 اربه 55 كروړه روپو ترمخه به داسې سرمايه كاري كولې شي چې ورسره به حكومتي اداري د وګړو ضروريات زيات موثره ډول كښې د ردعمل وركولو جوګه كړي شي۔ په دې لړ كښې به د لاندي كچي حكومتي ادارو او عوامي خدمات وركولو ته خاص پام لرنه كولې شي۔











