فيلډ مارشل سيد عاصم منير د آزادۍ ورځ په موقع د پاك پوځ پخوانو عسكرو په درناوي كښې د هر کلی دستوره

  پيندۍ 15 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر،چيف آف ډيفنس فورسز ،فيلډ مارشل سيد عاصم منيرنشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د آزادۍ ورځ په موقع د پاك پوځ پخوانو عسكرو په  اعزاز كښې د هر کلی دستوری اهتمام وكړو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په دې موقع سرلښكر و چيف آف …

 

پيندۍ 15 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر،چيف آف ډيفنس فورسز ،فيلډ مارشل سيد عاصم منيرنشان امتياز (ملټري)، هلال جرات د آزادۍ ورځ په موقع د پاك پوځ پخوانو عسكرو په  اعزاز كښې د هر کلی دستوری اهتمام وكړو۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې په دې موقع سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز  د هېواد دفاع كښې د پخوانو عسكرو ګډون او ټول عمري خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره قامي لچك  مستحكمولو كښې د هغوي د لازواله كردار اعتراف وكړو۔ده په دې خبره زور راوړو چې د هغوي تجربه، رهنمائي او مسلسل مصروفيت په خاص توګه تندۍ سره رامخې ته شوي او سكيورټي پيچيده مسئلو حل لپاره قيمتي اداره جاتي اثاثه ده۔پخوانو عسكرو د پاك پوځ په قيادت د خپل اعتماد څرګندونه وكړه او رامخې ته شوو سكيورټي چيلنجونو مقابله كولو له ئې د وسله والو ځواكونو لپاره د خپل پرله پسې حمايت پخلے وكړو۔دوي قامي اتحاد، امن، استحكام او سوكالۍ لپاره د خپل كردار ترسره كولو د عزم پخلے هم وكړو۔ استقباليه كښې ريټائرډ افسرانو او ځوانانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔

مزید خبریں