پريوش حاكم په هانګ كانګ كښې په اېشن سائنس كېمپ كښې سلور مډل پخپل نوم كړو

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د نوموړي اديب ډاكټر حاكم برړو لور پريوش په هانګ كانګ كښې په اېشن سائنس كېمپ كښې سلور مډل پخپل نوم كړې۔ د جمعې په ورځ د جاري خبرپاڼې له مخې د پاکستان زده كوٶنكې پريوش حاكم سائنس منصوبه په 54 منصوبو كښې شارش لسټ كېدو سره په 12 منصوبو كښې شامل وه۔ 13 كسيزه نړيوال پېنل د منصوبې جاج اخستو سره د …

اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د نوموړي اديب ډاكټر حاكم برړو لور پريوش په هانګ كانګ كښې په اېشن سائنس كېمپ كښې سلور مډل پخپل نوم كړې۔ د جمعې په ورځ د جاري خبرپاڼې له مخې د پاکستان زده كوٶنكې پريوش حاكم سائنس منصوبه په 54 منصوبو كښې شارش لسټ كېدو سره په 12 منصوبو كښې شامل وه۔ 13 كسيزه نړيوال پېنل د منصوبې جاج اخستو سره د دې جانچ د آئیډیا او پریزنټیشن په مقررہ وخت بشپړېدو او د ممكنه اثراتو په بنياد وكړو۔ په پېنل كښې نوبیل انعام یافته سائنسدانان، د جامعاتو او صنعت پوهان هم شامل وو۔