وزيراعظم محمد شهباز شريف د صدر مملکت آصف علي زرداري سره  ملاقات،د آزادۍ ورځ مبارکي، د هېواد څخه د ترهګرۍ ناسور تر بشپړه ختمولو د عزم پخلے

اسلام آباد 14 اګست  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د داخلي او خارجي چارو پشمول د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج ترهګرو په ضد کارروائيو كښې د پاکستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو پېشه ورو صلاحيتونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره هېواد څخه د ترهګرۍ ناسور بشپړه ختمولو د عزم پخلے وكړو۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري …

اسلام آباد 14 اګست  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف د داخلي او خارجي چارو پشمول د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج ترهګرو په ضد کارروائيو كښې د پاکستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو پېشه ورو صلاحيتونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره هېواد څخه د ترهګرۍ ناسور بشپړه ختمولو د عزم پخلے وكړو۔د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د صدر مملکت آصف علي زرداري سره د جمعې په ورځ په ايوانِ صدر كښې ملاقات وكړو۔ وزيراعظم صدر مملکت له د آزادۍ ورځ مباركي وركړه۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د كورنيو چارو وزير سيد محسن رضا نقوي، د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان او سينيټره شيري رحمان هم موجود وو۔وزيراعظم صدر مملکت په مکه مکرمه كښې د سعودي عرب، ترکيې او پاکستان ترمينځه ترسره شوي تاريخي امن معاهدے په اړه خبر كړو۔صدر مملکت دفاعي مرستي ، سيمه ايز امن و استحکام او امتِ مسلمه سلامتيا ودي په اړه درې اړخيزه امن معاهدے مؤثره عملدرآمد لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔صدر زرداري د سعودي عرب ترکيې او پاکستان د ورورولۍ پخوانو اړيكو لا قوي كولو سره تزويراتي شراکت دارۍ كښې بدلولو لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل و چيف آف ډيفنس فورسز جنرل سيد عاصم منير هڅي وستائيلي۔ ملاقات كښې د داخلي او خارجي چارو پشمول د فتنه الهندوستان او فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد کارروائيو كښې د پاکستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو پېشه وره صلاحيتونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور بشپړه ختمولو د عزم پخلے وشو۔‎صدر مملكت د اوسني سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې اولس ته پېښو معاشي مشکلاتو كښې ريليف وركولو، ضروري څيزونه د تعطل نه غير وركولو او هغه په منسب بيعه وركولو له د مؤثر اقدامات په حاجت زور راوړو۔صدر مملکت هيله څړګنده كړه چې سيمه ايز او نړيوال امن ودي لپاره د پاکستان مؤثره سفارتي هڅو سره به د هېواد نړآوال مقام ته وده ترلاسه شي او د هغې مثبت اثرات به د هېواد په معيشت او د اولس په ژوند مرتب شي۔