اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي سره ټيلي فوني تماس نيولې۔ د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع د پاکستان قيادت، حکومت او اولس له مباركي وركړي او د پاکستان پرله پسې امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي سره ټيلي فوني تماس

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي سره ټيلي فوني تماس نيولې۔ د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي د پاکستان د آزادۍ ورځ په موقع د پاکستان قيادت، حکومت او اولس له مباركي وركړي او د پاکستان پرله پسې امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او مصر ترمينځه نزدې او ورورولۍ اړيكو له د عزم پخلے وكړو۔دوي د شريكي خوښې په ټولو څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو له سلا وكړه چې پكښې د اعليٰ پائې رابطو او اداره جاتي مرستي لا قوي كول شامل دي۔ دواړو مشرانو د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څركندونه وكړه او نزدې رابطه برقرار ساتلو له سلا شول۔










