پېنډۍ 14 اګست (اے پي پي) د پاکستان اعليٰ عسکري قيادت د پاکستان 79مې آزادي ورځ د خوشحالۍ په موقع ټول قام له مباركي وركولو سره په دې تاريخي موقع پاك پوځ بابائے قام قائدِ اعظم محمد علي جناح، د تحريکِ پاکستان مشرانو او ھغه ټولو كاركنانو ته زبردست پېرزوئنې وړاندې كړې دي د چا قربانيو چې د آزادۍ خواهش د يو آزاد او خپلواكه پاكستان په حقيقت كښې بدل …
د پاکستان اعليٰ عسکري قيادت د پاکستان 79مې آزادي ورځ د خوشحالۍ په موقع ټول قام له مباركي وركړه
پېنډۍ 14 اګست (اے پي پي) د پاکستان اعليٰ عسکري قيادت د پاکستان 79مې آزادي ورځ د خوشحالۍ په موقع ټول قام له مباركي وركولو سره په دې تاريخي موقع پاك پوځ بابائے قام قائدِ اعظم محمد علي جناح، د تحريکِ پاکستان مشرانو او ھغه ټولو كاركنانو ته زبردست پېرزوئنې وړاندې كړې دي د چا قربانيو چې د آزادۍ خواهش د يو آزاد او خپلواكه پاكستان په حقيقت كښې بدل كړې٬ د دوي وژن، شجاعت او عزم قام لپاره د لارې مشعال دے او مونږ ته د پاکستان د اصولو او د نظرياتو د پاسدارۍ ترغيب راكوي۔ د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، نشانِ امتياز خپلو پېغامونو كښې د پاك پوځ شهيدانو عظيم قربانيو، د غازيانو خدماتو، د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلکارو جذبې او د قام خدمت كوٶنكي هر پاكستاني كردار ته په درنه سترګه ګوري٬ د دوي شجاعت او بے لوث خدمات د پاکستان استحکام مضبوطولو او د دې د آزادۍ، سلامتيا او قامي مفاداتو تحفظ كړے دے۔ د پاکستان طاقت د اولس وحدت او په اجتماعي عزم كښې مضمر دے۔ د آزادۍ ورځ په موقع راځۍ چې مونږ ايمان، اتحاد او د تنظيم په دائمي اصولو عمل كولو، قامي همغږي مضبوطولو، روادارۍ ته وده وركول او يو محفوظ، مستحکم او خوشحال پاکستان لپاره په ګډه كار كولو لپاره د خپل عزم تجديد وكړو۔ پاك پوځ زنده باد!پاکستان هميشه پائنده باد









