اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې او بهر مشته ټولو په هیواد مئینو له د زړه له کومي د آزادۍ ورځې مباركي وركولو سره ووئيل د قائداعظم د بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شوے، پاکستان د ازمیښتونو باوجود …
د قائداعظم د بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانیو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شو۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښې او بهر مشته ټولو په هیواد مئینو له د زړه له کومي د آزادۍ ورځې مباركي وركولو سره ووئيل د قائداعظم د بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شوے، پاکستان د ازمیښتونو باوجود ځالانده سباون پلو روان دے٬ ده ووئیل زمونږ صلاحيته لرونکی ځوانان، هنر مند افرادي قوت، بهترين وظيفاېي پوهان،محنتي کرونده ګر او خواري كښ د هېواد او قام د روښانه سباٶن ضامن دي، ده ووئیل حکومت د تېرو دوه نيمو كالو په مهال سخت پړاٶنه سر كولو سره د مستحکم معيشت هدف ترلاسه كړے دے٬ زمونږ مېړنو ځواكونو په هره سخته كښې د دښمن د هر وار ځواب وركولو سره د مورني هېواد دفاع ناقابل تسخير ثابت کړی ده، ده ووئی پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په مکه مکرمه كښې دفاعي لوظنامه په منطقه كښې د پاکستان زياتېدونكې تزويراتي کردار او د رامخې ته كېدونكي قوت څرګندونه ده، راځۍ چې د خپل قامي عزم تجديد وكړو چې مونږ به په ګډه د پاکستان پرمختګ و سوكالۍ، امن و استحکام او شريكې همغږۍ لپاره په بشپړه ډول كار وكړو او د هېواد سلامتیا٬ د قامي مفادات تحفظ او ودې لپاره ګټور كار وكرو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د آزادۍ په ورځ 14 اګست 2026ء په اړه جاري خپل پېغام كښې ده ووئيل د هېواد د ازادۍ په 79 كالو ترسره كېدو ټولو مينه والو له د زړه د خلاصه مباركي وركوم، د الله پاك شکر دے چې مونږ له ئې د پاكستان په صورت كښې د آزادۍ نعمت راكړے، دا خبره زمونږ لپاره د عزت او وياړ ده چی د آزادۍ په هلو ځلو كښې د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح، مفکر پاکستان و شاعر مشرق علامه محمد اقبال او يو شمېر عظيم و بې مثله مشران شامل وو ٬ نن مونږ د قام په حېث د تحريک آزادي قائدينو، کارکنانو او د ملت اسلافو ته سلام وړاندې كوٶ٬ ده ووئیل د قائداعظم بصيرت لرونكي قيادت، د پلار نيكه قربانیو او د آزادۍ د غورځنګ مشرانو د غېر متزلزل عزم او د الله پاك په فضل سره د آزاد مملکت خوب رښتيا شوے، ده ووئیل پاکستان د ازمیښتونو باوجود ځالانده سباون پلو روان دے٬ زمونږ باصلاحيته ځوانان، هنر مند افرادي قوت، بهترين وظيفاېي پوهان،محنتي کرونده ګر او خواري كښ د هېواد او قام د روښانه سباٶن ضامن دي، ده ووئیل حکومت د تېرو دوه نيمو كالو په مهال سخت پړاٶونه سر كولو سره د مستحکم معيشت هدف ترلاسه كړے دے٬ زمونږ مېړنو ځواكونو په هره سكته كښې د دښمن د هر وار ځواب وركولو سره د مورني هېواد دفاع ناقابل تسخير ثابت کړی ده، د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه په مکه مکرمه كښې دفاعي لوظنامه په منطقه كښې د پاکستان زياتېدونكې تزويراتي کردار او د رامخې ته كېدونكي قوت څرګندونه ده، ده ووئیل راځۍ چې د خپل قامي عزم تجديد وكړو چې مونږ به په ګډه د پاکستان پرمختګ و سوكالۍ، امن و استحکام او شريكې همغږۍ لپاره په بشپړه ډول كار كوو او د هېواد سلامتیا د قامي مفاداتو تحفظ او ودې لپاره به ګټور كار وكرو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستانو د تېرو ټولو ستونزو باوجود د ژوند په هره څانګه كښې د خپلو خداداد صلاحيتونو په سبب كاميابۍ ترلاسه كړې دي،د وطن دفاع و معيشت، صنعت و حرفت، عدليه، ميډيا، لوبو، تعليم و هنر، علماء، دانشورانو. استاذانو، سائنسدانانو . و كروندګرو او د عصر حاضر د جديد څانګو پشمول د پاكستان ناريناٶ او زنانو په خپلو هلو ځلو سره د عزم و همت باب رقم كړے دے، وزيراعظم ووئيل پاکستان پخپل مېړني پوځ فخر كوی، په معركه حق كښې پاك پوځ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د وحدت٬ عزم او د بې مثاله بهادرۍ څرګندونه كولو سره د خوږ هېواد د دفاع او سرلوړۍ نوې تاريخ رقم كړے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د خپلې دفاع او آبي وسائلو پشمول د قامي مفادات تحفظ لپاره د هر ډول قربانۍ نه درېغ نه كوي، نن پاكستان په نړۍ كښې يو مضبوط، پرعزم، باوقار او د امن د توانا غږ په توګه پېژندلې كېږي۔ ده ووئيل د منطقې سخت او چيلنجنګ سيمه ايز صورتحال كښې پاکستان د يو ذمه وار او په منطقه كښې د استحکام ضامن هېواد په توګه رامخې ته شوے څوك چې امن، استحکام او د سيمې ايز مرستې وده كښې ګټور كردار لوبوي۔ ده ووېيل پاکستان د مظلوم فلسطيني اولس او د جمو و کشمير خپلو ورورڼو خوېندو سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي او دوي لپاره د خپل غير متزلزل اصولي ملاتړ پخلې كوي، په سوئيلي اسياء كښې د تل پاتې امن ضمانت د جمو و کشمير د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د نړيوال قوانين او د كشميری اولس د هيلو له مخئ په سفارتي حل كښې مضمر دے۔ وزيراعظم ووئيل د آزادۍ په ورځ قام خپلو ټولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې خوږ هېواد لپاره قربانۍ وركړي٬ ټول قام د مېړنو ځواكونو٬ قانون نافذ کوٶنكو ادارو د زړه ورو ځوانانو٬ غازيانو او د ټولو شهيدانو مقروض دے چا چې د قام د سباون په خاطر خپل ځانونه قربان كړي، راځۍ چې په نننۍ ورځ د خپل قامي د عزم تجديد وكړو چې د پاکستان پرمختګ و خوشحالۍ، امن و استحکام او شريكې همغږۍ او وحدت لپاره به په بشپړ ډول كار كوٶ،ده ووئیل نن زه د ټول قام پشمول ټولو طبقو او سياسي ګوندونو ته د زړه د خلاصه وړاندېز كوم چې راشئ يو شۍ چې د هېواد سلامتیا، د قامي مفادات تحفظ او ودې لپاره ګټور كار وكړو، الله تعاليٰ دې پاكستان په نړۍ كښې د عزت و وقار علامت جوړ کړي. آمين










