فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ناروے خارجه وزير ايسپن بارتھ ايرډے وليدل

  پېنډۍ 13 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ناروے خارجه وزير ايسپن بارتھ ايرډے  په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې ويدل ٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ سيمه ايز امنيت او د پاكستان او ناروے ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …

 

پېنډۍ 13 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د ناروے خارجه وزير ايسپن بارتھ ايرډے  په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې ويدل ٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ سيمه ايز امنيت او د پاكستان او ناروے ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي ايس پي آر له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير نړيوال امن او سيمه ايز استحکام په حواله د پاکستان په نقطه نظر رڼا واچوله او د مشترکه سکيورټي چيلنجز مخنيوي لپاره مرسته او د شريكو هلو ځلو په اهميت ئې زور راوړو۔ ګران مېلمه د سيمه ايز  امن و استحکام په وده كښې د پاك پوځ د وظيفائي كردار ستائنه وكړه۔ ډلو د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطيا او د دفاع و سکيورټي په څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو لپاره د عزم پخلے هم وكړو