د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د برتانيې هائي کمشنر جين ميريټ سره وليدل، پاکستانو زدكوونكو لپاره د برتانيې په ويزو كښې د تاخير معامله پورته کړی شوه

  اسلام آباد 13 اګست  (اے پي پي) د قانون، انصاف و بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د برتانيې هائي کمشنر جين ميريټ سره ملاقات كښې د پاکستانو زدكوونكو لپاره د برتانيې په ويزو كښې د تاخير په معامله  د حکومتي تشويش څخه خبر كړو۔ملاقات كښې د پاکستان او برتانيې په دوه اړخيزه اړيكو،د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمينځه تعليمي رابطو په لا …

 

اسلام آباد 13 اګست  (اے پي پي) د قانون، انصاف و بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د برتانيې هائي کمشنر جين ميريټ سره ملاقات كښې د پاکستانو زدكوونكو لپاره د برتانيې په ويزو كښې د تاخير په معامله  د حکومتي تشويش څخه خبر كړو۔ملاقات كښې د پاکستان او برتانيې په دوه اړخيزه اړيكو،د شريكې خوښې په چارو او د دواړو هېوادونو ترمينځه تعليمي رابطو په لا زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير ووئيل ګڼ شمير پاکستاني زدكوونكي په ويزو كښې د تاخير له امله د خفګان سره مخ دي او د تاخير په نتيجه كښې د هغوي تعليمي كال ضائع كيدو اندېښنه ده،ځکه د پاکستانو زدكوونكو تعليمي موقعو كښې خنډان لري كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل بهر هېواونو كښې تعليم ترلاسه كوونكو په اړه قانوني او اداره جاتي فريم ورك كښې ښه والي لپاره زما په مشرۍ كښې کمېټي کار كوي،د وزيراعظم په سپارښتنه جوړې کمېټۍ په دې معامله خپل سفارشات هم مرتب کړې دي

مزید خبریں