اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د اټاليه نامزد سفير يوګو چيئرلاتاني څخه سفارتي اسناد وصول كړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نامزد سفير يوګو چيئرلاتاني سره د خبرو په مهال صدر مملکت د دې باور څرګندونه وكړه چې ستاسو سفارتي موده به د پاکستان او اټاليه اړيكې لا …
صدر مملکت آصف علي زرداري د اټاليه نامزد سفير يوګو چيئرلاتاني څخه سفارتي اسناد وصول كړل
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د اټاليه نامزد سفير يوګو چيئرلاتاني څخه سفارتي اسناد وصول كړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نامزد سفير يوګو چيئرلاتاني سره د خبرو په مهال صدر مملکت د دې باور څرګندونه وكړه چې ستاسو سفارتي موده به د پاکستان او اټاليه اړيكې لا قوي كولو لپاره مرستياله ثابت شي۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو٬ په خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ كښې د مسلسل اضافې ذکر كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت د يو ارب ډالرو حد نه اوړېدلې دے۔ صدر مملکت د سفارتي پاسپورټ لرونكو لپاره د ويزه شرائطو د خاتمې په لوظنامې د لاسليك هركلے هم وكړو۔ صدر مملکت د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل د كال 26-2025 مودې لپاره د غير مستقل غړي چوكۍ لپاره د پاکستان د كانديدي په حېث د اټاليه د ملاتړ هم ستائنه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پل كردار ادا كوٶنكې پاکستاني ورورولۍ په اهميت هم رڼا واچوله۔ په دې موقع سينيټر سليم مانډوي والا او سيکريټري خارجه هم موجود ٶ










