د روان سيمه ايز تاؤ تريخوالي په مهال اسلام آباد ټولو ډلو سره پرله رابطه كښې دے : د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي پرېس بريفنګ

  اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) پاکستان په خليج او منځني ختيز كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د مذاکرات او سفارت کارۍ عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د روان سيمه ايز تاؤ تريخوالي په مهال اسلام آباد ټولو ډلو سره پرله پسې رابطه كښې دے۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د شورو په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان د ټولو ډلو يو …

 

اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) پاکستان په خليج او منځني ختيز كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د مذاکرات او سفارت کارۍ عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د روان سيمه ايز تاؤ تريخوالي په مهال اسلام آباد ټولو ډلو سره پرله پسې رابطه كښې دے۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د شورو په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان د ټولو ډلو يو وارې بيا د مذاكراتو مېز ته د راوستلو هڅې كوي۔ ده ووئيل هر څو كه په اسلام آباد مفاهمتی یادښت په بشپړه توګه عملدرآمد ونشو بياهم كله هم چې’مذاکراتی معقولیت‘‘ په تاوتريخوالي كښی د زياتوالي په منطق غالب راشي ډلې به مذاكرات ته بيا راشي۔ وياند ووئيل په 11 اګست نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبرو څخه وروستو د بحرېن خارجه وزير د پاكستان په دوره كښې خوښي ښكاره كړه۔ طاهر حسېن اندرابی مکه ګډ دفاعي تړون د درې واړو هېوادونو ترمينځه د پخوانو اړيكو او تزویراتی رابطو يو فطري ګام وګرځولو۔ ده ووئيل دا لوظنامه اجتماعتي سلامتيا مضبوطولو سره سره منطقه او دې څخه بهر امن ٬ سلامتيا او استحكام ته وده وركولو له د ددرې واړو هېوادونو دمشتركه عزم عكاسي كوي۔ ده وويل د دفاعي نوعيت لوظنامه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده دا تاثر رد كړو چې دا لوظنامه د داخلي تګلارې پېروې كولو نه ځانله لاس ليك كړې شوه۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف په قومي اسمبلۍ كښې قائد ايوان او په خپله په لوظنامه لاس ليك كوونكے دے او نائب وزيراعظم كوم چې د قامي اسمبلۍ يو معزز غړے دے هم په دغه موقع موجود و۔ وزیراعظم، نائب وزیراعظم او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په دې معامله متفق وو۔ ده ووئيل نائب وزیراعظم په 10 اګست د قام په نامه خپل پېغام كښی مكه دفاعي لوظنامه يو تاريخي سنګ ميل وګرځولو۔ ده ووئيل په 10 اګست اسحاق ډار د سعودي عرب ٬ ايران او كوېت خارجه وزيرانو سره جلا جلا خبرې وكړې په كومو كښی چې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ سيمه ايز صورتحال ٬ مكه لوظنامه او استحكام ته وده وركولو له په روانو هڅو خبرې وشوې۔ ده ووئيل داخله وزير محسن نقوي هم ايراني چارواكو سره خبرو له د تهران دوره كوي۔ وياند په بحيره احمر كښی په يو تجارتي جهاز د بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل تر دې دمه دترلاسه شوو معلوماتو له مخې درې پاكستاني وګړي په حق رسېدلي او يو ژوبل شوے دے۔ وياند ووئيل پاكستان نور تفصيلات معلومولو له سعودي چارواكو او په نړيواله كچه تسليم كړې شوې ېمني حكومت سره رابطه كښې دے۔ وياند ووئيل چې د حق رسېدليو جسدونه بېرته راوړلو او او ژوبل شوي ته طبي مرسته رسولو له هڅې روانې دي۔ طاهر حسېن اندرابی ووئيل هند د آزاد جمو وكشمير اوسني صورتحال ته د سياسي رنګ وركولو هڅه كوي۔ د معيشت په اړه وياند ووئيل پاکستان د آئی اېم اېف پروګرام لاندې درې جائزې كاميابۍ سره بشپړ كړي دي چې مقصد يۍ اصلاحات او مالیاتی نظم و نسق ښه كول دي۔