اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي چې پاکستان بيلاروس مشترکه وزارتي کمېشن د دوه اړخيزه اړيكو اهمه ستن ده، مشترکه وزارتي کميشن د دواړو هېوادونو د ترجيحاتو تعين، د پيشرفت جاج او مرستې ته ستراتېژك سمت وركولو لپاره موثره پلېټ فارم وركوي۔ وفاقي وزير جام كمال خان دا خبرې د شورو په ورځ د پاکستان بيلاروس مشترکه وزارتي کميشن …
پاکستان بېلاروس مشترکه وزارتي کمېشن د دوه اړخيزه اړيكو مهمه ستن ده: جام کمال خان
اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي چې پاکستان بيلاروس مشترکه وزارتي کمېشن د دوه اړخيزه اړيكو اهمه ستن ده، مشترکه وزارتي کميشن د دواړو هېوادونو د ترجيحاتو تعين، د پيشرفت جاج او مرستې ته ستراتېژك سمت وركولو لپاره موثره پلېټ فارم وركوي۔ وفاقي وزير جام كمال خان دا خبرې د شورو په ورځ د پاکستان بيلاروس مشترکه وزارتي کميشن غونډې په موقع د بيلاروس د زراعت او خوراك نائب وزير ياکووچټس الېګزينډر سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه










