اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د بېلاروس د توان وزير ډينس ماروز ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت وده د اطمينان څرګندونه وشوه۔ دوئي خپلو خبرو كښې د صدر اليګزينډر لوكاشينكو د اسلام آباد او د وزيراعظم شهباز شريف د منسك دورې ذكر …
نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار سره د بېلاروس توان وزير ډينس ماروز ملاقات
اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د بېلاروس د توان وزير ډينس ماروز ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت وده د اطمينان څرګندونه وشوه۔ دوئي خپلو خبرو كښې د صدر اليګزينډر لوكاشينكو د اسلام آباد او د وزيراعظم شهباز شريف د منسك دورې ذكر هم وكړو۔ دواړو دوه اړخيزه مرستې ته په پراختيا وركولو او په خاص توګه تجارت٬صنعت٬كركيله او د رابطې څانګو كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په دې خبره اتفاق وكړو چې مخ په زياتېدونكې دوه اړخيزه اړيكې دې كوټلې نتيجو كښې بدلولو له اداره جاتي تګلاره لا پياوړې كړې شي۔









