د كوئټې كوئلې كان پېښې اېف آئي ار درج كړے شوے دے ٬ د ذمه وارو خلاف به كارروائي كولې شي٬ انجینئر امیر مقام 

  شانګله ۔ 12 اګست (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي د كوئټه كوئلې كان پېښی اېف آئي آر درج كړے شوے دے ٬ د ذمه  وارو خلاف به دقانون له مخې كارروائي كولې شي٬ وفاقي حكومت به د ځپليو كورنيو هره ممكنه مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ جرګه هال الپورۍ، شانګله …

 

شانګله ۔ 12 اګست (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي د كوئټه كوئلې كان پېښی اېف آئي آر درج كړے شوے دے ٬ د ذمه  وارو خلاف به دقانون له مخې كارروائي كولې شي٬ وفاقي حكومت به د ځپليو كورنيو هره ممكنه مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ جرګه هال الپورۍ، شانګله كښې د كوئټې كوئلې كان چاؤدنې شهيدانو كورنيو ته د مالي مرستې چېك وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د شهيدانو كورنيو ته د كورنۍ په سر د 10 ٬ 10 لكه روپو چېك وركړے شو۔ دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل وفاقي حكومت د غم په دې سخت وخت كښې ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ دے۔ دلته د راتلو مقصد يوازې چېك وېشل نه بلكې د ځپليو كورنيو نېغ په نېغه جاج اغستل هم وو۔ ځپليو كورنيو ته به نور هم د مرستې چېكونه ډېر زر وركړې شي۔ ده ووئيل د شانګله مزدوران په څلورو واړو صوبو كښې كار كوي ٬ د مزدورانو آسانۍ لپاره به شانګله كښې يو بي آئي دفتر جوړ كړے شي۔ ده ووئيل د څلورو واړو صوبو استازي او د خواركښو نمائندګان دې د كوئلې كانونو محفوظ جوړولو حل ولټوي۔ ده ووئيل د پېښې پلټنيو له انكوائري كمېټي جوړه كړې شوې٬ د ذمه وارو خلاف به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل د شهيد شوو مزدورانو د كوچنيانو د فيس ٬ هاسټل او نور تعليمي مصاريف به ورکر وېلفیئر فنډ ادا كوي۔ ده ووئيل د جهېز ګرانټ په مد كښې د ورکر وېلفېئر فنډ لخوا 6 لكه روپۍ وركولې شي۔ د وفاقی او بلوچستان حکومت لخوا به ځپليو كورنيو ته په مجموعي توګه 32،32 لكه روپۍ وركولې شي

مزید خبریں