ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه دي٬ پاكستاني ځوانانو په بېلو څانګو كښې ګرده نړۍ كښې د هېواد نامه روښانه كړې ده: سردار ایاز صادق

  اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه دي، بلها صلاحيتونو لري ٬ دوئي په بېلو څانګو كښې ګرده نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ده٬دوئي له د تعليم ٬ هنر او روزګار غوره او په زړه پورې موقعې وركول ضروري دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ځوانانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل …

 

اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي ځوانان د پاكستان قيمتي اثاثه دي، بلها صلاحيتونو لري ٬ دوئي په بېلو څانګو كښې ګرده نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ده٬دوئي له د تعليم ٬ هنر او روزګار غوره او په زړه پورې موقعې وركول ضروري دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ځوانانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د ځوانانو صلاحيتونه كارولو سره هېواد د پرمختګ په لاره مخ په وړاندې مزل كولے شي ٬ قومي اسمبلۍ ځوانان په خپلو پښو اودرولو او د دوئي خېر ښېګړې له د قانون سازۍ كولو عزم لري٬ د یوتھ انټرن شپ پروګرام د لارې ځوانان پارليماني چارو څخه خبرولې شي۔ ده ووئيل ینګ پارلیمنټېرینز فورم د ځوانانو مسئلې رامخې ته كولو كښې فعال كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل ځوانان د عصري ټېكنالوجۍ او مصنوعي ذهانت په مهاراتونو سنګارول د هېواد پرمختګ لپاره زيات ضروري دي٬ حكومت ځوانانو له د روزګار باعزته موقعې وركولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ د حكومت لخوا د پاکستان اولنے نېشنل یوتھ اېپلائمنټ پالیسی د ستائلو وړ ده۔ ده ووئيل د پاكستان ورښانه سباؤن لپاره ځوانان  خپلواكه جوړول زمونږ ګډ مسؤوليت دے

مزید خبریں