پاكستاني اولس مكه دفاعي لوظنامه د امن او فتح پېغام وګرځوله

  اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) د پاکستان، سعودی عربستان او تركيه ترمينځه لاس ليك شوې مكه دفاعي لوظنامه په بشپړ ډول ستائلې شي، پاکستانی اولس دا لوظنامه د امن ٬ يووالي او فتح پېغام بللو سره اسلامي نړۍ  لپاره د پياوړي سباؤن زېرې ګرځولې ده۔ په دې لړ كښې يوه سروے كښې وګړو د دفاعي لوظنامې په اړه د خپلو جذباتو څرګندونه كولو سره ووئيل دې لوظنامې سره پاكستان په …

 

اسلام آباد۔12اګست(اے پی پی) د پاکستان، سعودی عربستان او تركيه ترمينځه لاس ليك شوې مكه دفاعي لوظنامه په بشپړ ډول ستائلې شي، پاکستانی اولس دا لوظنامه د امن ٬ يووالي او فتح پېغام بللو سره اسلامي نړۍ  لپاره د پياوړي سباؤن زېرې ګرځولې ده۔ په دې لړ كښې يوه سروے كښې وګړو د دفاعي لوظنامې په اړه د خپلو جذباتو څرګندونه كولو سره ووئيل دې لوظنامې سره پاكستان په نړۍ كښې د يو لوے او مضبوط قوت په توګه رامخے ته شوے دے۔ دوئي ووئيل مكه لوظنامه د پاكستان د مؤسس قائد اعظمؒ د وژن تكميل دے۔ دوئي زياته كړه چې د پوځ  د هڅو له امله پاكستان د يو مضبوط قوت په توګه تسليمولے شي۔ وګړو ووئيل د درې وروڼو اسلامي هېوادونو ترمينځه دا تاريخي لوظنامه به راتلونكي وخت كښې د اسلامي نړۍ يووالي او همكارۍ ته د ودې وركولو سبب وګرځي۔ دوي ووئيل ګډه دفاعي لوظنامه د پاكستان ٬ سعودي عربستان او تركيه د يووالي او د اسلامي نړۍ د پياوړي سباؤن زېرے دے۔

مزید خبریں