نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د ايران سفير رضا اميري مقدم وليدل، د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ايران سفير رضا اميري مقدم وليدل۔ د خارجه دفتر له مخې د شورو په ورځ د ايران سفير نائب وزيراعظم  د پاکستان او ايران ترمېنځه د اعلې كچې كړو  دورو  نه پس په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د جوړ كړے شوي اداره جاتي نظام له مخئ د …

 

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ايران سفير رضا اميري مقدم وليدل۔ د خارجه دفتر له مخې د شورو په ورځ د ايران سفير نائب وزيراعظم  د پاکستان او ايران ترمېنځه د اعلې كچې كړو  دورو  نه پس په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د جوړ كړے شوي اداره جاتي نظام له مخئ د پېشرفت نه خبر كړو۔ نائب وزيراعظم ايران  سره مهمو ترجيحي څانګو كښې روابط او مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ دواړٶ ډلو د منطقې په بدلېدونكې وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم  په دې خبره زور رواړو چې د ځنډېدونكو مسئلو حل او په منطقه كښې د تل پاتي امن، استحکام او خوشحالۍ ترلاسه كولو لپاره مکالمه او سفارت کاري موثره ذريعې دي

مزید خبریں