اسلام آباد۔12اګست (اے پي پي)د دیامر بھاشا دیم پراجیکټ ایریا كښې ترقیاتي سکیمونو لپاره د واپډا د اړخه ضلعي انتظامیه ته 97 کروړه 25 لاکه روپۍ جاري کړې شوي ، د پرمختيائي سكيمونو مقصد پراجیکټ ایریا كښې معاشي و معاشرتي پرمختګ او د ځائي خلقو د ژوند معيار ښه كول دي ۔ د واپډا وياند تر مخه پراجیکټ ایریا كښې د ځايي خلقو ښیګړې لپاره د باور جوړولو اقدامات …
د دیامر بھاشا ډېم پراجیکټ ایریا كښې پرمختيائي سکیمونو لپاره 97 کروړ 25 لاکه روپۍ جاري كړې شوې
اسلام آباد۔12اګست (اے پي پي)د دیامر بھاشا دیم پراجیکټ ایریا كښې ترقیاتي سکیمونو لپاره د واپډا د اړخه ضلعي انتظامیه ته 97 کروړه 25 لاکه روپۍ جاري کړې شوي ، د پرمختيائي سكيمونو مقصد پراجیکټ ایریا كښې معاشي و معاشرتي پرمختګ او د ځائي خلقو د ژوند معيار ښه كول دي ۔ د واپډا وياند تر مخه پراجیکټ ایریا كښې د ځايي خلقو ښیګړې لپاره د باور جوړولو اقدامات لاندې په مجموعي توګه 78 اربه 50 کروړه روپۍ مصرف كېږي ، د باور جوړولو روانو اقداماتو په لړ كښې واپډِا د دیامر بھاشا ډیم پراجیکټ ایریا كښې په مهمو ترقیاتي سکیمونو عملدرآمد لپاره 97 کروړه 25 لاکھه روپۍ جاري کړې ۔ د فنډز اجراء دستوره د کمشنر دیامر استور ډویژن په دفتر كښې وشوه ۔دستوره كښې کمشنر دیامر استور ډویژن، جنرل منیجر/پراجیکټ ډائریکټر دیامر بھاشا ډیم پراجیکټ، چیف انجینئر کنسټرکش ورکس، ډائریکټر جنرل سوشل سیف ګارډز، ډپټي کمشنر دیامر، د ډیم د علماء کمیټۍ غړو او مقامي مشران شریک وو ۔ ۔دیامر بھاشا ډیم پراجیکټ باندې د باور جوړولو اقدامات تر مخه واپډا د ځايي خلقو خېر یښګړې له بنیادي انفراسټرکچر، تعلیم، صحت او د اولسي ګټې په ترقیاتي سکیمونو 78 اربه 50 کروړه روپۍ خرچ کوي ۔ کیډټ کالج چلاس او آرمي پبلک سکول تھور نه علاوہ د تھک او د تھور پن بجلي ګھرې تر اوسه په بشپړېدونكو منصوبو كښې تر ټولو مهمې منصوبې دي ۔









