وزيراعظم يوتھ  پروګرام د حكومت لخوا د ځوانانو خپلواكۍ له فليګ شپ پروګرام دے٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقع پېغام

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي  حكومت د ځوانانو خپلواكه جوړولو عزم لري٬ وزيراعظم يوتھ پروګرام د حكومت لخوا د ځوانانو خپلواكۍ له فلېګ شپ پروګرام دے چې مقصد يې د هېواد ځوانانو ته تعليم٬هنرمندي٬روزګار٬كاروبار٬ ډيجيټل جدت٬لوبو او  هلو ځلو كښې موقعې وركولو سره د هېواد آبادياتۍ صلاحيت څخه ګټه پورته كول دي۔د ځوانانو نړيوالې ورځې په موقع د ايوان صدر پرېس ونګ …

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي  حكومت د ځوانانو خپلواكه جوړولو عزم لري٬ وزيراعظم يوتھ پروګرام د حكومت لخوا د ځوانانو خپلواكۍ له فلېګ شپ پروګرام دے چې مقصد يې د هېواد ځوانانو ته تعليم٬هنرمندي٬روزګار٬كاروبار٬ ډيجيټل جدت٬لوبو او  هلو ځلو كښې موقعې وركولو سره د هېواد آبادياتۍ صلاحيت څخه ګټه پورته كول دي۔د ځوانانو نړيوالې ورځې په موقع د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي پېغام كښې صدر مملكت ځوانانو ته مباركي وركولو سره ووئېل مونږ نړيوالې وروورلۍ سره په ګډه يو پرامن٬خوشحاله او تل پاتې سباؤن جوړولو له د دوي د توان٬استقامت او تخليقي صلاحيتونه كارولو عزم ستايو۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل  سږ كال  د ځوانانو نړيوالې ورځ موضوع”بيل حالات٬شريك خواهشات”مونږ ته يادګېرنه كوي چې ځوانان چې د كومې هم سيمې سره تعلق لري٬معياري تعليم٬د عزت روزګار٬جدت ٬ اختراع٬مساوات او ټولنه كښې ګډون د دوي شريك خواهشات دي٬دا يوازې د رياست ذمه واري نه بلكې زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده چې هر ځوان ته د خپلو صلاحيتونو كارولو  بشپړه موقع وركړی شي۔صدر مملكت ووئيل زمونږ د ځوانانو ولوله٬تخليقي صلاحيت او استقامت د پاكستان لپاره يو قوت دے۔د دوي زاويه نظر او اختراعي خيالات د ټولنې بدلولو صلاحيت لري۔صدر مملكت ووئيل  زه د خپلو ځوانانو لونړو او زامنو ډاډګيرنه كوم چې دوي به ښب كاركردګي ښودولو هڅه وكړي٬جدت و اختراع به خپله كړي٬  د ديانتدارۍ ٬همدردۍ او برداشت اقدارو ته به وده وركړي او د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ كښې به فعاله كردار ادا كړي۔صدر مملكت ووئيل  راځۍ! چې خپل شريك خواهشات په شريكو كاميابو بدل كړو او يو قوي٬جامع او خوشحال پاكستان جوړ كړو۔

مزید خبریں