د نائب وزيراعظم اسحاق ډار بحيره احمر كښې په تجارتي بېړۍ ترسره شوي بريد د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔12اګست (اے پی پی)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په بحيره احمر كښې په تجارتي بېړۍ ترسره شوي بريد د زيات افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سماجی رابطې په پلېټ فارم اېكس د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل ما ته په بحيره احمر كښې په يو تجارتي جهاز د ترسره شوي بريد په اطلاع زيات افسوس شوے دے۔ ده ووئيل تر دې دمه د …

اسلام آباد۔12اګست (اے پی پی)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په بحيره احمر كښې په تجارتي بېړۍ ترسره شوي بريد د زيات افسوس څرګندونه كړې ده۔ د سماجی رابطې په پلېټ فارم اېكس د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې نائب وزيراعظم ووئيل ما ته په بحيره احمر كښې په يو تجارتي جهاز د ترسره شوي بريد په اطلاع زيات افسوس شوے دے۔ ده ووئيل تر دې دمه د ترلاسه شوې معلومات له مخې په پېښه كښې درې پاكستاني وګړي په حق رسېدلي او يو ژوبل شوے دے۔ ده ووئيل مونږ غمجنيو كورنيو سره د زړه له كومي غمرازي كوو۔ نائب وزیرِ اعظم ووئيل پاكستان په يو غېر جنګي تجارتي جهاز د حوثيانو د بريد سخته غندنه كوي، دا ډول بريدونه د بې ګناه انسانانو ژوند خطر سره مخ كوي۔ د نړيوال قانون خلاف ورزۍ بحيره احمر كښې د جهاز رانۍ آزادۍ ، بحری سلامتيا او د تجارتي جهاز رانۍ تحفظ له سنګينې خطرې دي۔ نائب وزیرِ اعظم ووئيل مونږ ددې پېښې نور تفصيلات  او ددې په شا محركات معلومولو له اړوندو سعودي چارواكو او د یمن په نړيواله كچه تسليم شوي حكومت سره رابطه كښې يو۔ نائب وزیرِ اعظم ووئيل ما په رياض كښې پاكستاني سفارت ته هدايت كړے دے چې هغه دې په سمدستي توګه اړوندو چارواكو سره رابطه وكړي او د حق رسېدليو پاكستاني وګړو جسدونه وطن ته رارسولو له دې ټول ضروري اقدامات په مؤثر ډول مخ په وړاندې بوځي۔ دغسې ژوبل شوي وګړي لپاره دې هر ډول غوره طبي آساني باوري كړې شي۔ ده ووئيل مونږ په صورتحال ژور نظر لرو او اړوندو چاراكو سره به پرله پسې رابطه كښې پاتې كيږو۔

مزید خبریں