د پاكستان-بيلاروس د شريك وزارتي كمېشن 9مه غونډه به اسلام آباد كښې كيږي

  اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د پاكستان-بيلاروس د شريك وزارتي كمېشن 9مه غونډه به د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې كيږي۔د تجارت وزارت وياند له مخې د بيلاروس 18 كسيزه كمېټۍ اعلٰی كچ پلاوې اسلام آباد ته رارسېدلے دے۔د بيلاروس پلاوي مشري به د توان وزير ډزيانس ماروز كوي۔وياند له مخې د پاكستان-بيلاروس شريك وارتي كمېشن تكنيكي غونډه د نهې په ورځ وشوه ۔تكنيكي غونډه كښې …

 

اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د پاكستان-بيلاروس د شريك وزارتي كمېشن 9مه غونډه به د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې كيږي۔د تجارت وزارت وياند له مخې د بيلاروس 18 كسيزه كمېټۍ اعلٰی كچ پلاوې اسلام آباد ته رارسېدلے دے۔د بيلاروس پلاوي مشري به د توان وزير ډزيانس ماروز كوي۔وياند له مخې د پاكستان-بيلاروس شريك وارتي كمېشن تكنيكي غونډه د نهې په ورځ وشوه ۔تكنيكي غونډه كښې د تجارت٬صنعت٬كركيلې٬بينكارۍ٬محنت٬ټرانسپورټ٬آئي ټي او نورو څانګو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د بيلاروس د توان وزير ډزيانس ماروز به سبا د وزارتي غونډې شريكه مشري كوي۔وزارتي غونډه كښې به د دواړو هېوادونو وزيران خطابونه او دوه اړخيزه خبرې اترې كيږي۔د غونډې په اختتام به د جے ايم سي پروټوكول او مفاهمتي يادښتونو لاس ليك كولې شي

مزید خبریں