د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پنجګور كښې په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

  اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي  د بلوچستان په پنجګور سيمه كښې د "فتنه الهندوستان"ترهه ګرو په ضد په كامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د آپريشن په مهال د 5 ترهه ګرو به وژلو د امنيتي ځواكونو د پيشه وره صلاحيتونو٬جرات او بهادري ستائېمخ وكړه۔محسن نقوي ووئيل  امنيتي …

 

اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي  د بلوچستان په پنجګور سيمه كښې د “فتنه الهندوستان”ترهه ګرو په ضد په كامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير د آپريشن په مهال د 5 ترهه ګرو به وژلو د امنيتي ځواكونو د پيشه وره صلاحيتونو٬جرات او بهادري ستائېمخ وكړه۔محسن نقوي ووئيل  امنيتي ځواكونو په وخت او موثر كاروائي كولو سره د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ناپاك عزائم خاوري كړل۔ده ووئيل  په بلوچستان كښې د امن دښمنانو په ضد د امنيتي ځواكونو كاميابه كاروائي د ستائنې وړ ده٬د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ته به په هېواد كښې د پټېدو كوم ځائے ترلاسه نه شي او د هغوي به بشپړه خاتمه كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نوي وينا وه چې ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دے او د دې ناسور خاتمې لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مزید خبریں