اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د مواصلات وفافي وزير عبدالعليم خان او آل پاكستان ګډز ټرانسپورټرز اتحاد ترمينځه اسلام آباد كښې تر دوو ورځو روانې خبرې كاميابې شوې او دې نه پس ترسره شوو پريكړو ته حتمي شكل وركولو له اعلاميه جاري كړی شوه۔په غونډه كښې د ميري ټائم افيئرز وفاقي وزير جنيد انوار د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو او د مواصلات وفاقي سېكرټري٬د اين ايچ …
د وفاقي حكومت او ګډز ټرانسپورټرز خبرې كاميابې شوې ٬ د شريكې مانيټرنګ كمېټۍ جوړولو پريكړه
اسلام آباد 11 اګست (اے پی پی)د مواصلات وفافي وزير عبدالعليم خان او آل پاكستان ګډز ټرانسپورټرز اتحاد ترمينځه اسلام آباد كښې تر دوو ورځو روانې خبرې كاميابې شوې او دې نه پس ترسره شوو پريكړو ته حتمي شكل وركولو له اعلاميه جاري كړی شوه۔په غونډه كښې د ميري ټائم افيئرز وفاقي وزير جنيد انوار د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو او د مواصلات وفاقي سېكرټري٬د اين ايچ اے چيئرمېن٬د موټروے پوليس آئي جي٬كسټمز٬ايف بي آر٬پورټ اينډ شپنګ او كراچۍ پورټ ټرسټ سينئر چارواكو هم ګډون كوول ۔د آل پاكستان ګډز ټرانسپورټرز اتحاد نمائندګي ملك شهزاد اعوان٬ناصر جعفري٬اويس چوهدري٬ قمرالزمان٬بختاور خان او شبر ملك پشمول نور عهديدارو وكړه ۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل د موجوده حالاتو په لړ كښې ټرانسپورټرز ته زيات نه زيات ريليف وركولو له هڅه شوی۔ده هدايت وكړو چې د كسټم چارواكو او ګډز ټرانسپورټرز مسئلو حل لپاره به شريكه مانيټرنګ كمېټي جوړولې شي او د مسئلو حل لپاره به په مختصر او د اوږدې مودې په لائحه عملدرآمد كيږي۔عبدالعليم خان په ټولو موټرويز د لږ تر لږه هيومن ريسورس والا جديد(سټيټ آف دي آرټ)”ويټ اسټيشنز”جوړولو اعلان وكړو او ټرانسپورټرز ته په دې اړه يې د ګيلو لرې كولو باور وركړ و۔د غونډې په مهال د ايكسل لوډ مسئله د يونيفارم پالېسۍ له مخې د بنياد څخه د قابو كولو په تجويز هم اتفاق راغلو ۔ د آل پاكستان ګډز ټرانسپورټرز اتحاد پلاوي په ښه مېلمستيا او د ټولو چارو په ښه ډول په ترسره كولو وفاقي وزير عبدالعليم خان ته پيرزوئنې وړاندې كړې او مننه يې وكړه









