هر كال په لوي شمېر خلق د موسمياتي آفاتونو له امله  بې كوره كېږي او په ګده مجبورېږي۔ډاكټر مختار احمد بهرته

  اسلام آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي)  د روغتيا دوهم وزير ډاكټر مختار احمد بهرته  د نېشنل هيلته ايمرجنسي چمتوالي او د ريسپانس په لړ كښې  تابيا شوي كانفرنس ته خطاب كښې ووئېل  د تېرو څو لسيزو نه  كه د موسمياتي رحجانات جاج واغستلے شي  نو دا خبره واضحه شوې ده  چې  پاكستان كښې موسمياتي بدلون يو مستقل حقيقت  ګرځدېلے دے  ٬ هېواد اوس  د شديد پشكال  ٬ …

 

اسلام آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي)  د روغتيا دوهم وزير ډاكټر مختار احمد بهرته  د نېشنل هيلته ايمرجنسي چمتوالي او د ريسپانس په لړ كښې  تابيا شوي كانفرنس ته خطاب كښې ووئېل  د تېرو څو لسيزو نه  كه د موسمياتي رحجانات جاج واغستلے شي  نو دا خبره واضحه شوې ده  چې  پاكستان كښې موسمياتي بدلون يو مستقل حقيقت  ګرځدېلے دے  ٬ هېواد اوس  د شديد پشكال  ٬ غېر معمولي بارانونو ٬ چرقونو ٬ سېلاب او نورو موسمياتي آفتونو سره  مخ دے٬  د كومو اغيز چې نيغ په نيغه  زمونږ په ودانۍ  او د روغتيا په نظام  پرېوځي۔  ده ووئېل مونږ له به په ذهني توګه دا تسېليمول وي  چې د موسمياتي بدلون دې نوي پيټرن   د پاكستان مختلف سيمو كښې په واضحه توګه   ژرړې نيولې دي ٬ دغسې اوس  يوازې د بيړني صورتحال په رامخې ته كېدو كښې  غبرګون پورا نه دے٬  ده ووئېل مونږ له به پرېپرډنس ٬ رسپانس  د ريكوري په اړه  يو جامع او مستق نظام وضع كول وي۔  ده ووئېل  هر كال په لويه شمېره خلق  د موسمياتي آفتونو د لاسه  بې كوره كېږي او په كډه كولو مجبورېږي ۔ ده ووئېل په داسې حالات كښې مليريا ٬ ډينګي ٬ هيضه ٬ اسهال او د نورو وبائي ناروغيو خطر  يو په څو زياتېږي  او اميداورې مېرمنې  ٬ كوچنيان  ٬ مشران  او نورې كمزورې طبقې د خاص روغتيا مسائلو سره مخ كېږي۔

مزید خبریں