امنيتي ځواكونو په پنجګور كښې په استخبارات اډاڼه آپریشن کښې د  “فتنہ الهندوستان”  تعلق  لرونكې  5  ترهه ګر ووژل

  پنډۍ ۔11اګست  (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په  پنجګور ضلع كښې په استخبارات  اډاڼه  يو مهم او موثر آپریشن کښې د  "فتنہ الهندوستان"  سره تعلق  لرونكې 5 د هندوستان سرپرستي لرونكې ترهه  ګر  ووژل ، امنيتي ځواكونو د موقع نه په لوي مقدار وسله او  بارودی مواد په برآمد كولو  تلف كړل۔ د آئي ایس پي آر تر مخه   په 10 اګست 2026  سکیورټي فورسز د بلوچستان …

 

پنډۍ ۔11اګست  (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په  پنجګور ضلع كښې په استخبارات  اډاڼه  يو مهم او موثر آپریشن کښې د  “فتنہ الهندوستان”  سره تعلق  لرونكې 5 د هندوستان سرپرستي لرونكې ترهه  ګر  ووژل ، امنيتي ځواكونو د موقع نه په لوي مقدار وسله او  بارودی مواد په برآمد كولو  تلف كړل۔ د آئي ایس پي آر تر مخه   په 10 اګست 2026  سکیورټي فورسز د بلوچستان  په ضلع پنجګور كښې  په يو  موثر او د انټیلې جنس آپریشن  په مهال د  ’’فتنہ الهندوستان‘‘ سره  تعلق  لرونكې 5 ترهه ګر ووژل۔دا آپریشن د هند  په  سرپرستۍ كښې  د چلېدونكو پروکسیز خاتمې او سيمه كښې تل پاتي  امن  بحالولو لپاره  روان  د ترهه ګرۍ مخ نيوي مسلسل كمپائن برخه ؤ ۔پنجګور كښې  د  5  ترهه ګرو وژلو  نه علاوہ د فورسز عملیاتي ډلو  د موقعې نه  وسله ، ګوله بارود او  بارودي مواد (آئي اي دیز) هم په لويه  پېمانه برآمد کولو سره تلف  کړل ، د كومو نه پس چې سمدستي سيمه كښې د كومې هم  پاتې خطرې خاتمې  لپاره سینیټائزیشن آپریشن  پېل كړے شو ۔  د قامي ایکشن پلان وفاقي اپیکس کمیټۍ  نه منظور شوي وژن’’عزمِ استحکام‘‘ تر مخه د  پاکستان سکیورټي فورسز او  قانون نافذ کوونكو ادارو د ترهه ګرۍ  مخ نيوي له د كوم  تعطل نه غېر آپریشن  د هېواد نه په  غیر ملکي فنډنګ او  سرپرستۍ  كښې د چلېدونكې  ترهه ګرۍ  تر مکمل خاتمې به په  مكمل طاقت سره روان وي

مزید خبریں