د پاكستان پرمختګ ټولو مذهبونو سره د تعلق لرونكو وګړو په خذمات لا مستحكم كيږي: آصفه بهټو زرداري

  اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) اولنۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې بي بي آصفه بھټو زرداري د اقليتونو قامي ورځې په موقع په ګرد هېواد كښې ټولو اقليتي ورورولو ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې ټولو مذهبونو سره د تعلق لرونكو وګړو كردار او  خذمات د قدر وړ دي۔ د اقلیتونو قامي ورځې په موقع خپل پېغام كښې دې …

 

اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) اولنۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې بي بي آصفه بھټو زرداري د اقليتونو قامي ورځې په موقع په ګرد هېواد كښې ټولو اقليتي ورورولو ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې ټولو مذهبونو سره د تعلق لرونكو وګړو كردار او  خذمات د قدر وړ دي۔ د اقلیتونو قامي ورځې په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل دا ورځ مونږ له د اقليتي وروروليو د قدر وړ خذمات د تسليمولو او د دې د عزم تكرارولو موقع راكوي چې هر وګړے د قامي ورورولۍ  يو برابر غړے دے۔ اولنۍ مېرمن ووئيل اقلیتی ورورولۍ  سره تعلق لرونكو غړو د تعلیم، صحت، قانون، اولسي خذمت ٬ کاروبار، وسله والو ځواكونو ، فنون، لوبو او نورو څانګو كښې د هېواد خذمت كړے دے٬ د دوئي كاميابۍ د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ د داستان مهمه برخه ده۔ دې ووئيل د مساوات عملي څرګندونه هر وګړي ته په ترلاسه حقونو او موقعو كښې بايد وكړې شي۔ هر پاكستاني وګړي ته له كوم امتياز پرته د هېواد په سماجي او معاشي ژوند كښې د بشپړه برخې اخستو يو ډول موقعې وركړې شي۔ آصفه بھټو زرداری ووئيل زلمي او مېرمنې د سوكاله پاكستان په تشكيل كښې خصوصي كردار لري۔ مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې اقلیتی ورورولۍ سره تعلق لرونكو زلمو ته د تعليم ترلاسه كولو ٬ د خپلو صلاحيتونو ځلولو او د هېواد سباؤن كښې د مؤثر كردار ترسره كولو يو برابر موقعې وركړې شي۔ دې ووئيل دا د ټولو ادارو او د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده چې د مساوات او انصاف اصول  برقرار وساتي٬ هر وګړي سره دې عادلانه سلوك وكړے شي او هغه له دې د هېواد په پرمختګ كښې د خپل كردار ترسره كولو موقع وركړې شي۔ دې دعا وكړه چې پاك پروردګار دې پاكستان د خپلو ټولو وګړو  مساوات ٬ احترام او يو ډول موقعو سره پرله پسې پرمختګ پلو روان اوساتي

مزید خبریں