اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د تشدد سياست د پي ټي آئي عادت جوړ شوے، پي ټي آئي په سوله ايز احتجاج باور نه لري، د هغوي مقصد د هېواد د امن و امان صورتحال تباه كول او د هېواد د پرمختګ لاره نيول دي ، د پېنډۍ په مال روډ د ډزو پېښې د پي …
د تشدد سياست د پي ټي آئي عادت جوړ شوے ٬ د پېنډۍ د ډزو پېښې د پي ټي آئي ناوړه تګلاره او عزائم بې نقابه كړي ۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ
اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د تشدد سياست د پي ټي آئي عادت جوړ شوے، پي ټي آئي په سوله ايز احتجاج باور نه لري، د هغوي مقصد د هېواد د امن و امان صورتحال تباه كول او د هېواد د پرمختګ لاره نيول دي ، د پېنډۍ په مال روډ د ډزو پېښې د پي ټي آئي ناوړه تګلاره او عزائم بې نقابه كړي دي۔ د نهې په ورځ د پېنډۍ په مال روډ د پي ټي آئي کارکنانو د ډزو په اړه خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل د پېنډۍ په مال روډ رامخئ ته شوې پېښه د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل د تشدد سياست کول او سره د وسلې راتلل د پي ټي آئي عادت جوړ شوے ، په پېنډۍ كښې د پي ټي آئي كاركن لخوا په سکيورټي اهلکار ډزې جواز نه لرلو۔ ده ووئيل د پي ټي آئي لخوا د لانګ مارچ کال هم وركرے شوے او د دوي د ماضي احتجاج په رېكارډ دي چې پكښې كاركنان وسله په لاس راغلي او پوليس او رينجرز اهلکار ئې شهيدان كړي۔ ده ووئيل د پېنډۍ په مال روډ په رڼا ورځ د وسله وال د ډزو پېښه د هغوي د سياست واضحه مثال دے۔ وفاقي وزير ووئيل نننۍ پېښې څخه يو شمېر مهم حقائق نړۍ ته ورمخئ ته شوي دي، د پي ټي آئي کارکن څخه د ګوند بېرغ او نور دستاويزات هم برامد شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل دا خبره ښكاره ده چې د پي ټي آئي د هر احتجاج په شا په هېواد كښې د اړي ګړي خپرولو او امن او امان تباه كول دي۔ ده ووئيل اوس د مکه د مشترکه دفاعي تړون عمل رامخې ته شوے٬ چې كله هم پاکستان ته په نړيواله كچه عزت ترلاسه كېږي يا په هېواد كښې كوم مهم پېشرفت كېږي ٬ يا د بل كوم هېواد مشر د پاكستان دوره كوي نو د پي ټي آئي لخوا د احتجاج اعلان وكړے شي٬اوس هم هغوي د لانګ مارچ كال وركړې دے۔ ده ووئيل د پاکستان ترقي او په نړيواله كچه په عزت كښې زياتوالے د پي ټي آئي نه هضمېږي٬ هغوي په هره مهمه موقع د احتجاج اعلان كوي۔عطاء الله تارړ ووئيل دا ثابته شوې ده چې د پي ټي آئي د احتجاجونو په شا ناوړه مقاصد دي چې مقصد ئې وسله په لاس راتلل٬ ډزې كول، امن و امان تباه کول او هېواد ته زيان رسول دي د كومې چې نن ګردې نړۍ مشاهده كړې ده۔ ده ووئيل ان شاء الله پاکستان د ترقۍ سفر به روان وي، د هېواد قيادت پرمختګ او خوشحالۍ لپاره شپه او ورځ هڅې كوي۔ پاکستان او اولس به په هر ډګر كاميابي ترلاسه كوي او د پاكستان دښمنان به ناكامۍ سره مخ كېږي









