پاکستان او جاپان د انساني وسائلو پرمختګ لپاره  د اسکالرشپ پروګرام 2026  تر سيوري لاندې په ګرانټ لوظ نامه  لاس ليك وكړو

  اسلام آباد۔11اګست  (اے پي پي)د پاكستان او  جاپان حکومت د انساني وسائلو پرمختګ لپاره  د اسکالرشپ پروګرام (جے ډي ایس) 2026  لا مستحکمولو لپاره  د 350 ملین جاپاني ین (2.2 ملین  ډالر) د ګرانټ په لوظ نامه لاس ليك وكړو  ۔   په دې لړ كښې د اقتصادي چارو  وزارت كښې د نهې په ورځ  دستوره كښې د دستاویزات په تبادله او  لوظ نامه لاس ليك  وكړے شول ۔ د …

 

اسلام آباد۔11اګست  (اے پي پي)د پاكستان او  جاپان حکومت د انساني وسائلو پرمختګ لپاره  د اسکالرشپ پروګرام (جے ډي ایس) 2026  لا مستحکمولو لپاره  د 350 ملین جاپاني ین (2.2 ملین  ډالر) د ګرانټ په لوظ نامه لاس ليك وكړو  ۔   په دې لړ كښې د اقتصادي چارو  وزارت كښې د نهې په ورځ  دستوره كښې د دستاویزات په تبادله او  لوظ نامه لاس ليك  وكړے شول ۔ د دستورې  په مهال د اقتصادي چارو وزارت سیکریټري محمد حمیر کریم او پاکستان كښې د جاپان سفیر اکاماتسو شوئیچی  په ریکارډ آف ډسکشنز او  د دستاویزات په تبادله لاس ليكونه وكړل  ۔ د اقتصادي چارو  وزارت سینئر جوائنټ سیکریټري میران محی الدین سومرو او د جائیکا پاکستان مشر استازي یوسوکے شینوزاکی  د  ګرانټ په لوظ نامه لاس ليك وكړو ۔دستوره كښې د جاپان سفارتخانې٬  د جائیکا او د اقتصادي چارو وزارت  اعلیٰ چارواكو هم ګدون كولو ۔ جاپان د جائیکا د لارې د  پاکستان لپاره دا  ګرانټ  وركړے دے، كوم چې  2018 كښې د  پروګرام د پیل نه د جے ډي ایس منصوبې نهم  قسط دے  ۔ سږ كال د دې ګرانټ تر مخه  د پاکستان ځوانانو ته  په وفاقي سول سروس او  د پخواني کیډر افسرانو ته  د جاپان نامتو  پوهنتونونو كښې د ماسټرز پروګرام  لپاره  16 او د  پي ایچ ډي /ډاکټریټ پروګرام  لپاره  يو اسکالرشپ وركړے شوے  ۔د 2018 نه تر دې دمه د جے ډي ایس اسکالرشپ  نه  8 بیچز مستفید شوي دي  چې پكښې په هر بیچ كښې نزدې د 17  نه تر 18 ګډون كوونكې شامل وو ۔

مزید خبریں