د آئي ايس پي آر او د ډي ايچ اے په مرسته د  كال 2026 شجرکارۍ كمپائن پېل

  اسلام آباد11اګست (اے پي پي) د آئي ايس پي آر او د ډي ايچ اے په مرسته د  كال 2026 د شجرکارۍ كمپائن پېل شوے٬ په كمپائن كښې د ځوانانو٬ مېرمنو او وګړو پشمول  د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي په لويه شمېره برخه اخلي۔ تفصيلات له مخې د شجرکارۍ كمپائن كښې د بېلو سكولونو زده كوٶنكو او د آئي ايس پي آر انټرن شپ پروګرام كښې ګډون …

 

اسلام آباد11اګست (اے پي پي) د آئي ايس پي آر او د ډي ايچ اے په مرسته د  كال 2026 د شجرکارۍ كمپائن پېل شوے٬ په كمپائن كښې د ځوانانو٬ مېرمنو او وګړو پشمول  د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي په لويه شمېره برخه اخلي۔ تفصيلات له مخې د شجرکارۍ كمپائن كښې د بېلو سكولونو زده كوٶنكو او د آئي ايس پي آر انټرن شپ پروګرام كښې ګډون كوٶنكو هم ګډون وكړو او بوټي ئې نال كړل ۔ د كمپائن ګډون كوٶنكو د آئي ايس پي آر او د ډي ايچ اے  په مرسته د شجرکارۍ د كمپائن تابيا د ستائنې وړ اقدام ګرځولو سره ووئيل د پشكال شجرکارۍ كمپائن په هېواد كښې د شينكي زياتولو او د ماحول تحفظ ښه موقع وركوي٬ دوي ووئيل يوازې پاكستان نه بلكې ګرده نړۍ  د موسمياتي بدلون په څېر سنګينو مسئلو سره مخ ده٬ د كومو د اثراتو مخنيوي لپاره چې زيات بوټي نالول او ځنګلات كښې زياتوالي كولو ته اړتيا ده۔ دوي ووئيل  د آئي ايس پي آر او د ډي ايچ اے انتظاميې په همكارۍ د شجرکارۍ كمپائن 2026  د كلين اېنډ ګرين او قوي پاكستان وژن پلو يو مهم ګام دے

مزید خبریں