د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اقليتونو قامي ورځې په موقع پېغام

  اسلام آباد11اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان خپلې اقليتي ټولنې ته په ملي ژوند او د هېواد په سماجي، معاشي، كلتوري او سياسي ترقۍ كښې د ددوي د قدر وړ خدمات ته په درنه سترګه ګوري۔ د خارجه دفتر له مخې دا خبره ده د نهې په ورځ د اقليتونو قامي ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د …

 

اسلام آباد11اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي پاکستان خپلې اقليتي ټولنې ته په ملي ژوند او د هېواد په سماجي، معاشي، كلتوري او سياسي ترقۍ كښې د ددوي د قدر وړ خدمات ته په درنه سترګه ګوري۔ د خارجه دفتر له مخې دا خبره ده د نهې په ورځ د اقليتونو قامي ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د اقليتونو قامي ورځ په موقع مونږ د قائداعظم (رح)ھغه وژن سره د خپل غېر متزلزل  تړون پخلے كوٶ د كوم له مخې چې پاكستان يو داسې هېواد دے چرته چې د ټولو وګړو حقونه، عزت او د آزادۍ بشړ تحفظ وكړے شي۔ محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان خپلې اقليتي ټولنې ته په ملي ژوند او د هېواد په سماجي، معاشي، كلتوري او سياسي ترقۍ كښې د  دوي د قدر وړ خدمات ته په درنه سترګه ګوري، د دوي خدمات زمونږ مشتركه وراثت لا ښه كړے دے او زمونږ په ټولنه كښې شريكې رشتې او سماجي ډھانچه لا قوي شوې ده۔ نائب وزيراعظم د حکومت د دې غېر متزلزل عزم پخلے وكړو چې هر وګړي ته به د قانون له مخې  يو برابر حقونه،  موقعې او  تحفظ وركولې شي۔ ده ووئيل مونږ به د داسې پاكستان جوړولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو چرته چې هر وګړے د وقار، تحفظ او د احساس تړون سره ژوند وكړے شي او زمونږ د هېواد په ترقۍ او خوشحالۍ كښې بشپړ كردار ادا كړے شي

مزید خبریں