اسلام آباد ٬ لاهور ٬ سندھ او بلوچستان هائيكورټس كښې نوې قاضيان تعينات كړې شول ٬ د قانون وزارت نوټيفكېشن جاري كړو

  اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د قانون او انصاف وزارت اسلام آباد، لاهور، سندھ او بلوچستان هائیکورټس كښې د نوې قاضيانو د تعينات كېدو ٬ د اضافي قاضيانو د تقررۍ او د ځينې قاضيانو په موده كښې د پراختيا نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د نوټیفکېشن له مخې ایاز شوکت، عمیر مجید ملک او شاہ رخ ارجمند د اسلام آباد هائیکورټ قاضيان غوره كړې شوې دي۔ چیف جسټس اسلام آباد هائیکورټ …

 

اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) د قانون او انصاف وزارت اسلام آباد، لاهور، سندھ او بلوچستان هائیکورټس كښې د نوې قاضيانو د تعينات كېدو ٬ د اضافي قاضيانو د تقررۍ او د ځينې قاضيانو په موده كښې د پراختيا نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د نوټیفکېشن له مخې ایاز شوکت، عمیر مجید ملک او شاہ رخ ارجمند د اسلام آباد هائیکورټ قاضيان غوره كړې شوې دي۔ چیف جسټس اسلام آباد هائیکورټ جسټس سرفراز ډوګر به دوئي څخه سوګند اخلي۔ لاهور هائیکورټ كښې غلام سرور نهنګ، اجمل خان زاهد، عامر اعجاز ملک، شیریں عمران، اسد علی باجوہ، امجد پرویز، منور اقبال دوګل، فرهاد علی شاہ، عثمان غنی او خالد ابن عزیز اضافی ججان غوره كړې شوي دي۔ ۔ سندھ هائیکورټ لپاره هم د درې اضافی ججانو نوټیفکیشن جاری كړے شوے دے۔ همایوں خان، سریش کمار او ډاکټر شاهنواز مېمن د  سندھ هائیکورټ ایډیشنل ججان غوره كړې شوي دي۔د قانون وزارت د سندھ هائیکورټ ایډیشنل جج جسټس طارق محمود باجوہ د مستقل جج په توګه د غوره كولو نوټیفکیشن جاری كړے دے او د ایډیشنل جج خالد حسین شاهانی په موده كښې د 6 مياشتو پراختيا شوې ده۔ بلوچستان هائیکورټ لپاره هم د درې ایډیشنل ججانو د تقررۍ نوټیفکیشن جاري كړے شوے دے۔ د سپریم کورټ وکیل رؤف عطا، ډسټرکټ اینډ سیشن جج اے داد روشن او ډسټرکټ اېنډ سېشن جج عبدالقیوم لهری د بلوچستان هائیکورټ ایډیشنل ججان غوره كړي دي۔ د نوټیفکېشن له مخې د بلوچستان هائیکورټ درې ایډیشنل ججانو تقرري به د هغوي سوګند پورته كولو نېټې څخه يو كال لپاره وي

مزید خبریں