نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره ټېلي فوني خبرې

  اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار بېګا د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره ټېلي فوني خبرې وكړې۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د بحرين خارجه وزير د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه د مکه په مشترکه دفاعي تړون لاسليك نائب وزيراعظم له مباركي وركړه ۔ ده …

 

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار بېګا د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني سره ټېلي فوني خبرې وكړې۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د بحرين خارجه وزير د پاکستان، سعودي عرب او ترکيه ترمېنځه د مکه په مشترکه دفاعي تړون لاسليك نائب وزيراعظم له مباركي وركړه ۔ ده په نزدې سباون كښې د پاکستان د دورې كولو د خوښي هم څرګنده كړه۔ نائب وزيراعظم ډاکټر الزياني د پاکستان د دورې د خوښۍ هركلي كولو سره  په نېكو  جذباتو د هغوي مننه وكړه۔ ده په منطقه كښې او د دې نه بهر امن و استحکام ترلاسه كولو لپاره د خبرو اترو او د سفارت کارۍ ودې په اړه د پاکستان د پوخ عزم پخلے وكړو

مزید خبریں