د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه٬ ګرد هېواد كښې د کسټمز بانډډ ويئر هاؤسز د درې كلنه  تھرډ پارټي آډټ  امر

  اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرد هېواد كښې د کسټمز بانډډ ويئر هاؤسز درې كلنه آزادانه تھرډ پارټي آډټ امر كولو سره وئيلي دي  کسټمز بانډډ وئير هاؤسز كښې د هيڅ بې ضابطګۍ ګنجائش نشته۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم دا خبره د نهې په ورځ د بورډ آف ريونيو چارو په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ …

 

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرد هېواد كښې د کسټمز بانډډ ويئر هاؤسز درې كلنه آزادانه تھرډ پارټي آډټ امر كولو سره وئيلي دي  کسټمز بانډډ وئير هاؤسز كښې د هيڅ بې ضابطګۍ ګنجائش نشته۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم دا خبره د نهې په ورځ د بورډ آف ريونيو چارو په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم امر وكړو چې په هر ډول بې ضابطګۍ او غير قانوني هڅو كښې ككړو اهلکارو په ضد دې د قانون له مخې سخته كارروائي وكړې شي۔ په غونډه كښې د کسټم بانډډ وئير هاؤسز او د ان لينډ ريونيو انفورسمنټ په حواله بريفنګ وركولو په مهال ووئيل شول په کسټمز ويئر هاؤسز كښې د پټروليم مصنوعات په اړه د کارګو نګراني وي-باك سسټم سره تړلې ده، په هېواد كښې د بانډډ تجارت مجموعي درآمدات 16.5 فيصده دے۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول  د وزيراعظم په امر ګرد هېواد كښې د کسټم بانډډ وئير هاؤسز فزيکل سټاك ويريفيکشن به كولې شي، د دې لائسنسنګ او سکيورټي  باوري كولو لپاره اقدامات كوٶ، د کسټمز بانډډ وئير هاؤسز ويليوايشن ټيسټنګ به كولې شي او د انفارميشن ټيکنالوجي سسټمز به جاج اخستلے شي۔ وزيراعظم ووئيل  په کسټمز بانډډ وئير هاؤسز كښې د بې ضابطګو ختمولو لپاره ضروري اقدامات كوٶ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، مصدق ملك، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، علي پرويز ملك، شزا فاطمه، د وزيراعظم سلاحكار هارون اختر، د قامي اسمبلۍ غړي عثمان اويسي، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد او اړوند سركاري لوړ پورو ګډون كولو

مزید خبریں